ټولنه او کلتور

د کابل-جلال‌آباد لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستې ده

 د کابل - جلال آباد لویه لاره د ماهیپر په سیمه کې یو عراده خاور ډوله موټر د اصلي مسیر څخه وتلی دي چې د سړک له پورتنۍ برخې څخه لاندینۍ برخې ته اوښتی دی.

 د کابل – جلال آباد لویه لاره د ماهیپر په سیمه کې یو عراده خاور ډوله موټر د اصلي مسیر څخه وتلی دي چې د سړک له پورتنۍ برخې څخه لاندینۍ برخې ته اوښتی دی. د دغه موټر د اوښتو له امله لویې او کوچنۍ ډبرې د سړک لاندینۍ برخې ته ښویدلي دي چې یاده لویه لار؛ پرون مازدیګر د کب پر ۱۹ مه نېټه د لنډ وخت لپاره د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ تړلې وه خو د ټولګټو وزارت د ګمارل شويو ټیمونو لخوا بېرته پاک کاري او د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه. په خواشینۍ سره په یاده پېښه کې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون درې تنه په شهادت رسیدلي او شپږ نور ټپیان دي چې ټپیان سمدلاسه روغتیایي مرکزونو ته لیږ دول شوي دي. ټولو درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د کابل – جلال‌ آباد لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستې ده او په یاد مسیر هېڅ ډول ترافیکي خنډ شتون نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button