
د کابل او مسکو تر منځ د هر اړخيزو اړيکو په پياوړتيا ټينګار وشو
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي مسکو ته د رسمي سفر په ترڅ کې د فدراتیفې روسیې لوی مفتي او د مسکو د مرکزي جومات مشر ملا امام راویل عین الدین سره ناسته او له جامع جومات څخه لیدنه ترسره کړه.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي مسکو ته د رسمي سفر په ترڅ کې د فدراتیفې روسیې لوی مفتي او د مسکو د مرکزي جومات مشر ملا امام راویل عین الدین سره ناسته او له جامع جومات څخه لیدنه ترسره کړه.په دې ناسته کې مفتي راویل عین الدین په روسیه کې د مسلمانانو او دیني مرکزونو په هلکه مفصل معلومات وړاندې کړل او دغه راز یې د روسیې حکومت له لوري اسلامي مقدساتو ته د احترام او مسلمانانو سره د غیر تبعیضي چلند تګلارې یادونه وکړه.نوموړي همدارنګه د تاتارستان او افغانستان ترمنځ په تاریخي اړیکو باندې رڼا واچوله او تاتارستان یې د روس او اسلامي نړۍ ترمنځ د اړیکو تار وباله.ورته مهال مولوي امیرخان متقي په روسیه کې د مسلمانانو د ښه وضعیت له امله خوښي څرګنده کړه او نوموړی امام یې د روسیې د مسلمانانو لپاره د یوه ښه رهبر په توګه یاد کړ او د افغانستان اوسنی باثباته وضعیت یې تشریح کړ. نوموړي وویل: «امید لرم چې تاسو به د افغانستان او روسیې ترمنځ د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مؤثر او اغېزمن رول ولوبوئ.»په پای کې مفتي راویل عین الدین وویل، چې افغانان زموږ په زړونو کې ځانګړی ځای او احترام لري او د افغانستان د بیا آبادۍ او ترقۍ لپاره له الله عزوجل څخه د عاء کوو، همداراز به د افغانستان او فدارتیفې روسیې تر منځ د اړېکو په لا ښه کېدا کې مرسته کوو.