ټولنه او کلتور

د ښې مطالعې لپاره د نظم او ترتیب رعایتول

22 / 100

کتاب په حقیقت کې هغه ملگری دی چې په خاموشه خوله له انسان سره دوستي کوي او پرته له ناوړه عکس العمل څخه خپل مثبت معلومات نورو ته ورکوي، البته د کتاب لوستل او په ټولیزه توگه مطالعه د هر انسان د پوهنیزې وړتیا، د گټورو معلوماتو په بډاینه او د ذهن په پراختیا کې هم ځانگړی اهمیت او اغېزمن رول لري، څومره چې په یو هېواد کې تعلیم او تربیه او لوړې زده کړې ارزښت لري په هماغه کچه د کتابونو لوستل او خپرول هم د ډېر ارزښت وړ دي، خو د کتاب لوستل او په ټوله کې مطالعه بیا د یو لړ روشنو په رعایت سره زموږ په ژوند کې ګټورې پایلې پرځای پرېږدي، چې د نظر خاوندانو، ماهرینو او څیړونکو په باور د ښې مطالعې لپاره لاندې روشونو، لارښوونو او سپارښتنو ته پاملرنه او دهغې رعایت مثبت اغېز لرلی شي :

نظم او ترتیب: نظم د هر ډول پرمختګ بنسټ دی، په هر کار کې نظم د هغه په ښه توګه د تر سره کېدو لامل دی، په مطالعه او د کتاب د مطالبو په لوستلو او پرې د ځان په پوهولو کې هم نظم او ترتیب ډېر اغیزناک دی، په همدې خاطر که غواړئ چې منظمه او ګټوره مطالعه ولرئ باید د کتابونو خونه بېله، منظمه او له هر ډول اضافي توکو فارغه وي.

مطالعه چې څومره په منظم ډول وي همغومره حواس جمع او آرام وي او له کتاب څخه انسان ژر پوهه ترلاسه کولای شي، د دې برعکس بې نظمي د انسان ذهن پاشي، له یوې خوا پرکتاب ځان سم او ژرنه شي پوهولای او له بلې خوا یې دا کار د کتاب کتنې شوق ماتوي چې ورو ورو د مطالعې د پرېښودلو لامل کېږي؛ ځکه انسان چې په یوه شي سم پوه نه شي، نتیجه نه شي ورڅخه اخیستلای په دې سره یې شوق له منځه ځي؛ ځکه پر دماغ یې بوج راولي، ستومانه کوي یې او په پایله کې یې پرېږدي.

د مطالعې خونه: ترکومه بریده چې ممکنه وي، د مطالعې لپاره مناسب له ګڼې ګوڼې لرې آرام ځای غوره کړئ، چې د کورنۍ د غړو یا نورو خلکو تګ راتګ هلته نه وي یا لږ وي، آن تردې چې یاده خونه د مطالعې له اړوندو توکو پرته تشه او دیوالونه یې له ډېرو اضافي انځورونو څخه صاف وي، لنډه داچې داسې خونه د مطالعې لپاره غوره کول پکار دي چې د ذهن مشغولوونکي توکي په کې نه وي یا لږ وي.

د مطالعې د خونې رڼا او هوا: هڅه وکړئ چې  د مطالعې د خونې رڼا مو کافي او مناسبه وي، په کمزورې رڼا کې مطالعه له یوې خوا په فهم کې خلل راولي، له بلې خوا د سترګو دید کمزوری کوي، نو هڅه وکړئ چې خونې ته مو صافه هوا راشي، ځکه خونې ته د صافې هوا په راتلو سره، مغز ته اکسیجن رسېږي، چې ورسره تازه او ښه فعالیت کوي.

د مطالعې وضعیت: د مطالعې لپاره غوره وضعیت د مېز شاته پر څوکۍ یا پرځمکه ناسته ده؛ ځکه په دې حالت کې یو خو انسان ژر نه ستومانه کېږي، بل یې مطالب سم په ذهن کې ځای نیسي، بالعکس ډېر بد وضعیت یې دا دی چې اوږد غځېدلی وي مطالعه کوي، دا حالت انسان ټمبل کوي او خوب هم ژر ورباندې  برید کوي، نو باید ډډه ورڅخه وشي.

واټن : د سترګو او کتاب ترمنځ واټن یا فاصله د (۳۰ – ۴۰) ساتنې مترو په حدودو کې مناسبه ده، دغه ډول مناسبه فاصله که رعایت شي، نو سترګې د کتاب توري ښه لیدلای شي او دا کار د مطالعې په چټکتیا کې هم مرسته کوي چې وروسته به راشي.

ډاډمن زړه او آرام دماغ : د دماغ آرامول که څه هم ډېر وخت د انسان په اختیار کې نه وي، خو ترکومه حده چې کولای شي، باید خپل دماغ آرام وساتي. د غوسې یا اندیښنې او وارخطایۍ په حالت کې انسان د کتاب هدف او مطالب سم نه شي درک کولای. د غوسې په حالت کې د پرېکړې په اړه پیغمبر (ص) ویلي:

ژباړه: هېڅوک دې د غوسې په حالت کې د دوو کسانو ترمنځ پرېکړه نه کوي.

له دې حدیث شریف څخه دا څرګندیږي چې د غوسې په حالت کې د انسان دماغ سم کار نه کوي، ډېرې تیروتنې کوي، که خوب غلبه ورباندې وکړي هم باید لږ آرام وکړي، ترڅو یې ذهن د کتاب په مطالبو پوهېدو ته جوګه شي.

روغتیا : له جسمې روغتیا روحي ( رواني ) روغتیا ډېره مهمه ده. رواني ناروغۍ، وارخطایي او ذهني ناراحتي د انسان پر کړنو په ځانګړي ډول پر مطالعې ډېره منفي اغیزه کوي. نو هڅه کوئ چې د مطالعې په وخت کې خوښ او سئ او دماغ مو آرام او زړه مو ډاډمن وي.

سپورټ: سپورټ د جسمي او رواني روغتیا لامل ګرځي؛ ځکه سپورټ پر جسمي سلامتیا سربېره حافظه هم پیاوړې کوي؛ ځکه په سپورټ کې د دماغ وینه حرکت کوي چې ورسره حافظه غښتلې کېږي او دا د کتاب د مطالبو په یادولو کې له انسان سره مرسته کوي.

له نشه یي توکو څخه ډډه: نشه یي توکي سربېره پردې چې ناروا او جسم ته زیان رسوي، حافظې ته هم ډېر زیان اړوي، آن تردې چې سګریټ او نسوار چې خلکو ته بابیزه ښکاري داهم بده اغیزه لري…

خو په ټوله کې ویل شوي، نشه یي توکي انسان له هغه نعمت څخه بې برخې کوي چې الله تعالی په هغه سره انسان تر حیواناتو او نورو مخلوقاتو غوره کړی دی، دغه ستر نعمت عقل دی.

مقصد پوهنه: د کتابونو په مقصد ځان پوهول له څو اړخونو ارزښت لري:

یو خو دا چې د کتاب د مطالعې اصلي موخه د کتاب په مقصد ځان پوهول دي.

دویم دا کله چې څوک د کوم شي په مقصد و پوهېږي هغه یې په یاد کې هم پاتې کېږي چې په نتیجه کې دغه شخص خپله هم ګته ترې اخیستلای شي او نورو ته یې هم په سمه توګه نقلولای شي.

یاددښت: د مطالعې په وخت کې یوه مهمه تګلاره داهم ده چې د کتاب اړینې برخې په نښه یا نوټ شي؛ ځکه په کتاب کې ټولې برخې مطلوبې نه وي. یاددښت لیکل که له کتابه وي نو دکتاب پر سرپاڼه له اشارې سره د پاڼې شمېره لیکل او بیا د کتاب په اصلي مخ کې مهمه برخه په نښه کول، که کتاب نه وي، بیا د یاددښت په کتابچه کې غوره دی. دا طریقه د زده کړې لپاره ګټوره ده، چې د خبرې منځپانګه یاددښت کړي یا یې حفظ کړي. لکه څنګه چې ویل شوي؛« خبرې ددې لپاره زیاتې ویل کېږي، چې پوهه ترې واخیستل شي او لږې د دې لپاره وې چې حفظ شي.

د کتاب هر توری لوستل: دغه کار د چټکې مطالعې په وړاندې خنډ دی. ذهن کولای شي د سترګې تر لید ژر د یوې جملې یا لنډ متن مفهوم ترلاسه کړي. په مجموع کې دماغ له مفهوم سره اړیکه لري، نه د هر توري له معنی سره، یو توری کیدای شي ډېرې معناوې ولري، خو په جمله کې یو مفهوم افاده کوي او دماغ همغه مفهوم را اخلي، د هر توري سره د نه تم کیدلو او د چټکې مطالعې یوه ګټه دا هم وي، چې ذهن همداسې بوخت او متمرکز وي، بلې خواته د تلو فرصت نه ورته پیدا کېږي، نو له کتاب څخه د مطلب پراخیستلو ډېر تمرکز کوي.

بیا ځلې لوستل: یو شمېر لوستونکي د کتاب لوستلو په وخت کې کتاب ته سم ځیر نه وي، نو اړتیا ورته پیدا کېږي چې څو څو ځله شاته وګرځي، یوه جمله یا یو متن څو ځله بیا بیا ولولي، دغه کار په پای کې ډېروته په یوه عادت بدل شي او دا په خپله د مطالعې د چټکتیا په وړاندې ښکاره خنډ دی. که دغه عادت څوک لري، هڅه دې وکړي چې په تمرکز سره د لوستلو له لارې له دې عادت څخه خپل ځان خلاص کړي.

په لوړ غږ کتاب لوستل: ځینې لوستونکي فکر کوي چې په لوړ غږ لوستل به یې د زده کړې قوت دوه برابره کړي، خو دا سمه تګلاره نه ده، دماغ یو مطلب ته هغه وخت ځای ورکوي چې مفهوم یې سم درک کړی وي او مفهوم درک کول فکري تمرکز غواړي، نه په لوړ غږ لوستل.

شاه محمود دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button