ګزارش

د ښار او کور جوړولو وزارت نوی جلال آباد ښار جوړوي

55 / 100

شریعت :په هېواد کې له کابل وروسته جلال آباد دویمه درجه اقتصادي ارزښت لري، چې د ختیځ زون مرکزي حیثیت هم لري؛ خو د دغه ښار تنګوالی او د نفوسو زیاتوالی هغه ستونزه ده، چې له کلونو-کلونو څخه ترې د دغه ښار ښاریان کړېږي. تازه  د ښار او کور ۳مخجوړولو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي،چې د اړتیا په صورت کې د جلال آباد لپاره په ۴۴ زره جرېبه ځمکه کې نوی ښار جوړوي.

د ښار او کور جوړولو سرپرست وزارت د اطلاعاتو ريیس او ویاند محمد کمال افغان د شریعت ورځپاڼې خبریال ته په استول شوي غږیز پیغام کې د جلال آباد مېشتو ستونزې یادې کړې او د نوي ښار جوړول یې اړین وبلل. هغه وویل: د جلال آباد ښار د مساحت له مخې کوچنی، خو هلته د نفوسو کچه ورځ تر بلې ته د زیاتېدو په حال کې ده، نو اړتیا دا ده چې بل نوی ښار ورته په پام کې ونیول شي، تر څو د خلکو ستونزې رفع شي.

هغه وایي چې تر اوسه دغه ځمکه د کرنې وزارت اړوند ده او موږ ته نه ده انتقال شوې، خو د دې ځمکې ځینې کارونه په تېر حکومت کې ترسره شوي وو، بیا یې کارونه په ټپه ودرېدل، خو اوس موږ غواړو چې د دغه پروژې لومړي کارونه کرار کرار پیل کړو. ښاغلی افغان زیاتوي که چېرې دغه ځمکه د ښار او کور جوړولو وزارت ته انتقال شي،نو پاتې کارونه به یې هم ترسره شي.

د دغه ښار ښاروالۍ هم له ډېر نفوس او کم مساحت له ستونزې شکایت کوي او د ښار او کور جوړونې وزارت دغه اقدام ته هرکلی وایي. د جلال آباد ښاروالۍ معین حمید مومن د شریعت ورځپاڼې خبریال سره په خبرو کې وویل چې د جلال آباد ښار ډېر تنګ او بې کیفیته جوړ دی. هغه زیاته کړه: د جلال آباد ښار بېخي د دغو خلکو ظرفیت بېخي نه لري، تقریباً جلال آباد کې چې کوم نفوس دی، د دغه نفوس نیمایي ظرفیت هم نه لري، په دې زیات خوشاله یوو،چې یو بله طریقه برابره شي او د شار لپاره ځمکه انتقال شي.

د جلال آباد ښار د ۱۳۹۹کال ماسټرپلان مطابق د ځمکې مساحت(۳۱۸.۵۴ کیلومتر مربع) دی، چې(۱۵۹۰۰۰ جرېبه) کېږي؛ د ۱۱ ناحیو په درلودلو سره له دوو میلیونو زیات نفوس لري، چې د دغه ښاروالۍ په وینا نفوس ته په کتو د جلال آباد ښار ساحه خورا زیاته تنګه ده.

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button