
د ژمي سخته يخنۍ کې د ناچارو لاسنيوی!
څه موده وروسته زموږ د هيواد په ډېرو ولايتونو کې سخته يخني پيلېږي او طبيعي ده، چې د کال د نورو موسمونو په پرتله ژمي کې اړتياوې او لګښتونه لوړېږي.
څه موده وروسته زموږ د هيواد په ډېرو ولايتونو کې سخته يخني پيلېږي او طبيعي ده، چې د کال د نورو موسمونو په پرتله ژمي کې اړتياوې او لګښتونه لوړېږي.
الحمدلله، اوس په هيواد کې سرتاسري امنيت تامين دی، په کورونو کې د جګړو پر وژل شويو د سوګ او غم مرثيې نه ويل کېږي، بلکې افغان ملت کې د ژوند هيلې او تمې راټوکېدلي دي.
خو اوس هم د تېرو څلورو لسيزو جګړو ناوړه اغېزې او له ماتې وروسته د لوېديځ سياسي او اقتصادي بنديزونه دي، چې زموږ ملت يې لا هم له يو لړ جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
همدا لامل دي، چې ځينې هيوادوال د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولي، چې د ژمي لپاره لازم چمتووالی ونيسي، نو زموږ د ملت شتمن او بډای وګړي بايد نه يوازې د خپلو بېچاره هيوادوالو د خوراک غم وخوري، بلکې د کونډو، يتيمانو او بېوزلو د مناسب پوښاک او ګرمو جامو تابيا هم ونيسي.
شتمن به څرنګه د خپلو اولادونو د ښه خوراک او تودو او ګرمو جامو پر خوند وپوهېږي، چې په سختې يخنۍ کې يې يتيم او ناچاره ګاونډيان نهار او لوڅ وي؟!
په ځانګړي ډول سږکال ژمي بايد دې برخې ته ډېره پاملرنه وشي، ځکه چې داځل د نورو بې وزلو سربيره لسګونه زره کډوال هم له پاکستان څخه را ايستل شوي دي، چې د سرپناه، خوراک، څښاک او پوښاک په برخو کې بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.
راځئ چې د ژمي په سخته يخني کې د خپلو کورنيو سربيره د نورو بې وزلو لاسنيوي هم وکړو، په ډېره لږ اخلاص او لګښت سره کولي شو، د خپلې سيمې د کونډو، يتيمانو او بې وزلو په خولو خندا راولو.
راځئ په ټول توان او ځواک سره دغه کار ته اوږه ورکړو او خپل مسوليت سرته ورسوو.