ټولنه او کلتور

د چين سفير د کابل پوهنتون ۶۰ ممتازو محصلينو ته نغدي ډالۍ ورکړې

هيواد : چين هغه هېواد دي چې نسبت نورو ګاونډيانو ته د افغانانو له خوا په نېکو الفاظو يادېږي. ياد هېواد له کلونو راهيسې افغانستان کې په کاني، دټکنالوژي، علمي، فرهنګي او داسې نورو برخو کې مرستې او کارونه کوي، چې د مس عينک له کان سره جوخت د چين هېواد مو ذهن ته راځي.د همدې خدمتونو پر دوام يې پرون کابل پوهنتون کې د نوموړي پوهنتون ۶۰ ممتازو محصيلينو ته نغدي پيسې ورکړې، چې هر محصل ته يې ۵ سوه امريکايي ډالره ورکړل.

هيواد : چين هغه هېواد دي چې نسبت نورو ګاونډيانو ته د افغانانو له خوا په نېکو الفاظو يادېږي. ياد هېواد له کلونو راهيسې افغانستان کې په کاني، دټکنالوژي، علمي، فرهنګي او داسې نورو برخو کې مرستې او کارونه کوي، چې د مس عينک له کان سره جوخت د چين هېواد مو ذهن ته راځي.د همدې خدمتونو پر دوام يې پرون کابل پوهنتون کې د نوموړي پوهنتون ۶۰ ممتازو محصيلينو ته نغدي پيسې ورکړې، چې هر محصل ته يې ۵ سوه امريکايي ډالره ورکړل.دې غونډه کې د کابل پوهنتون رئيس اسامه عزيز د چين له هېواد څخه مننه وکړه، چې د دغې جايزې لپاره يې د کابل پوهنتون انتخاب کړ. ښاغلي عزيز و ويل چې د کابل پوهنتون دغه انتخاب به د هېواد په ټولو برخو کې محسوسېږي. ده د کابل او چينايي پوهنتونونو ترمنځ د اړيکو په اړه و ويل، چې د کابل پوهنتون د چين له ځينو پوهنتونونو سره د عملي همکارۍ تفاهم‌نامې لري، چې د تايوان تکنالوجۍ پوهنتون يې د بېلګې په توګه ياد کړ، چې د کابل پوهنتون د چينايي ژبې د ډيپارټمنټ د وروستي کال محصلين وروستۍ زدکړې هلته کوي. ده دا هم و ويل چې د تايوانو پوهنتون سره دې ته رسېدلي يو، چې دغه تفاهم‌نامه دې د ژبو او ادبياتو له دايرې څخه د ساينس او ټکنالوجۍ تر دايرې ورسېږي. هغه د ياد هېواد د تعليمي مرستې، ترڅنګ د ساختماني کارونو څخه هم يادونه وکړه او ويې ويل: دغه ساختمان چې موږ او تاسې پکې مجلس لرو او دغه تعليمي او تحصيلي کمپلکس په عموم کې د چين هېواد لخوا جوړ شوي دي او ورسره دا مخامخ ميلمستون هم جوړ شوي دي.د چين هېواد سفير جاوشينګ خپل هيواد د افغانستان په زراعتي زده کړه او فرهنګي برخه کې ژمن وباله ده زياته کړه: اوس مهال په زرګونه افغان محصلين چين کې پر زده کړو بوخت دي او نږدې ۲ سوه نور د کابل پوهنتون په کنفوسيوس انستيتيوت کې زده کړې مخته بيايي. نوموړي سفير دا هم و ويل چې د تېر کال د مۍ مياشتې په پنځم پړاو درې اړخيزه(افغانستان، چين او پاکستان) خبرو کې چين او افغانستان د زده کړو او د زده کړو د لاپرمختګ په برخه کې هوکړې ته رسېدلي وو. ښاغلي چاوشينګ يادونه وکړه چې په دغو نغدي بورسو مو ځکه محصيلين ونازول، تر څو د دوی په شخصيتي روزنه کې مو مرسته کړې وي. ده،  چين او افغانستان د يو له بل سره د تړلو غرونو او ودونو سره تشبيه کړل، چې په وينايې پايلې يې يو پر بل باندې اغېزې لري.د لوړو زدکړو وزارت، د محصلانو چارو مرستيال هم د چين هېواد څخه په مننې، له له ياد هېواد څخه هيله وکړه، چې افغانستان سره دې په ټکنالوجي، لابراتواري او تحقيقاتي برخو کې مرستې وکړي او دننه په افغانستان کې دې هم په خپلو شرکتونو کې افغان محصلين جذب کړي، تر څو دوي له عملي کار سره بلد شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button