
د چين د بشري مرستو لومړۍ جوپه هرات ته ورسېده
د هرات د وروستۍ زلزلې ځپلو لپاره د چين د دولت له خوا د بشري مرستو لومړۍ جوپه د هيواد په لوېديځ کې د دې ولايت هوايي ډګر ته ورسېده.
د هرات د وروستۍ زلزلې ځپلو لپاره د چين د دولت له خوا د بشري مرستو لومړۍ جوپه د هيواد په لوېديځ کې د دې ولايت هوايي ډګر ته ورسېده.د غه بار وړونکې الوتکه په هرات کې د اسلامي امارت ارواکو ته وسپارل شوه.ټاکل شوې ،چې د چين دغه مرسته په هرات کې پر زلزله ځپلو کورنيو وويشل شي.وړمه ورځ په کابل کې د چين سفارت اعلان وکړ ،چې دغه هيواد به له افغانستان سره ۳۰ ميليونه يوان مرسته وکړي.د چين سفارت زياته کړې، چې پر دې مرستو سربېره د دې هيواد سره صليب له افغانستان سره ۲۰۰ زره ډالره نغدي او ۵۰۰ زره يوان د اکمالاتو په برخه کې مرسته کړې ده.په هرات کې د تېرو څو ورځو د پرله پسې زلزلې له امله په زرګونو کورنيو خپل ژوند له لاسه ورکړی او مالي زيانونه يې اړولي دي.د چين په ګډون زياتو هيوادونو مرستې ته چمتووالي اعلان کړی او په تېرو څو ورځو کې د ځينو هيوادونو مرستې هم زلزله ځپلو ته رسېدلې دي.