سیاست

د چارو کارپوهان:له عامو خلکو سره د حکومتي مسئولينو ليدنې ګټورې او د ملي يووالي لپاره اړينې دي

د کورنيو چارو سرپرست وزير تېره اوونۍ د هېواد يو شمېر شمالي ولايتونو ته سفر وکړ او له سيمه ييزو مسئولينو، علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او عامو خلکو سره يې پر مختلفو مسايلو او د ولس پر ستونزو خبرې وکړې.وز

د کورنيو چارو سرپرست وزير تېره اوونۍ د هېواد يو شمېر شمالي ولايتونو ته سفر وکړ او له سيمه ييزو مسئولينو، علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او عامو خلکو سره يې پر مختلفو مسايلو او د ولس پر ستونزو خبرې وکړې. د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع پرون  د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د دغه سفر جزئيات له رسنيو سره شريک کړل.قانع وايي: د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزير خليفه سراج الدين حقاني سيمه‌ييزو مسئولينو ته له خلکو سره د ښه چلند سپارښتنې وکړې او د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو په ځانګړې توګه د عمومي عفوې د فرمان په عملي کولو يې ټينګار وکړ.ښاغلی قانع وايي: د کورنيو چارو سرپرست له خلکو سره په ملي يووالي،او  د هغوی ستونزو ته په رسېدنه هم خبرې او ټينګار وکړ او د هغوی شکايتونه يې واورېدل ،چې وروسته به ورته رسېدنه وشي : (( خليفه صاحب په ټينګار سره وويل، چې هېڅ شخص او ډلې ته اجازه نه ورکوو، چې د هيواد د قومونو ترمنځ په بېلابېلو پلمو د نفاق هڅه وکړي، د کورنيو چارو سرپرست وزير په نظام کې د ټولو قومونو د حقونو د رعايت او هغو ته د پاملرنې يادونه وکړه او ويې ويل، چې دا د خوشحالۍ ځای دی، چې د ديني اوامرو او احکامو پربنسټ په نظام کې هېڅ ډول تبعيض او تعصب نشته او نه ورته ځای ورکوو.))د چارو کارپوهان له عامو خلکو سره د مسئولينو ليدنې او کتنې ګټورې او د ملي يووالي لپاره اړينې بولي.د چارو کارپوه عزيز ستانکزی وايي، د دولت لوړپوړي چارواکي بايد د عام ولس د غږ اورېدو او دهغوی ستونزو ته د رسېدنې او د سيمه‌ييزو چارواکو د کړنو د ارزونې او له خلکو سره يې د چلند لپاره وخت ناوخت مختلفو سيمو ته سفرونه وکړي: (( خدای (ج) دې وکړي چې دوی همېشه سفرونه وکړي او د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي، دا به په راتلونکي کې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن کم کړي او هغوی به پردې باوري شي ،چې د افغانستان اوسني حکومت واقعاً زموږ په خدمت کې دی.)) د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع وايي: د دغه وزارت سرپرست د شمال ولايتونو له خلکو سره د ناوړه دودونو په له منځه وړلو او ښځو ته د هغوی د شرعي حقونو پر ورکړې هم خبرې او ټينګار کړی دی: ((خليفه صاحب په دې سفر کې د ښځو حقونو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل ،چې ډېره موده کېده چې ښځې د مېراث له حقه محرومې وې او د دوی له خوښې پرته په زور واده کېدې، خو د اسلامي امارت په راتګ سره د اميرالمؤمنين په فرمان د ښځو ياد شرعي حقونه خوندي شول.)) د کورنيو چارو وزارت وياند هغه راپورونه او اوازې هم رد کړې ،چې ويل کېدل، پاکستاني طالبان شمالي ولايتونو ته لېږدول کېږي،ده زياته کړه، چې اسلامي امارت يوازې د وزيرستان کډوالو ته د ژوند آسانتياوې چمتو کړي او ټينګار يې وکړ ،چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد نه کارول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button