اقتصاد

د څه باندې ۸۰۰ زره ډالرو په ارزښت  زمرد وپلورل شول

د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست مسئولين وايي چې په دې ولايت کې ((۷۵، ۳۳۳۱ ))  درې زره دری سوه يوديرش اعشاريه پنځه اوويا قيراطه زمرد د څلورم ځل لپاره د ۸۲۷ زره ۲۰۰ ډالرو په ارزښت د هيواد په سوداګرو وپلورل شول.

د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست مسئولين وايي چې په دې ولايت کې ((۷۵، ۳۳۳۱ ))  درې زره دری سوه يوديرش اعشاريه پنځه اوويا قيراطه زمرد د څلورم ځل لپاره د ۸۲۷ زره ۲۰۰ ډالرو په ارزښت د هيواد په سوداګرو وپلورل شول.په يادو مراسمو کې د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکيم، د کانونو او پټروليم وزارت وياند همايون افغان او د پنجشېر د کانونو او پټروليم رئيس مولوي محمد قاسم اميري هم ګډون کړی وو.د پنجشېر د کانونو او پټروليم رئيس مولوي محمد قاسم اميري وويل ،چې د دغه ولايت له کانونو څخه تازه استخراج شوي  ((٣٣٣١.٧٥  )) قيراطه زمرد د پنجشېر د کانونو د څارنې کمېټې د مسئولينو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې د هيواد پر سوداګرو پلورل شول.مولوي اميري زياته کړه، چې د داوطلبۍ پروسه په رسمي او قانوني ډول په پوره شفافه توګه ترسره شوه.ده څرګنده کړه، چې په څه د پاسه يوه مياشت کې دا د پنجشېر د زمرد د کان څلورم محصول دى چې د داوطلبۍ له لارې د هيواد په ملي سوداګرو پلورل کېږي.دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم د دغه ولايت له کانونو ۳۹۳۰.۷۱ قيراطه زمرد د ۱۶۵ زره ۳۰۰ ډالرو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې پلورل شوې وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button