
د ځیرکتیا او ژوندي سياست سمبول رهبر
اووه کاله وړاندي په دې ورځ د اعلاء کلمة الله او د هيواد د استقلال په پار موږ داسي نر مشر او بيدار رهبر له لاسه ورکړ ، چې په لږ وخت او په نشت حساب امکاناتو يې د نړيوالو خونخوارو په خوله کې، د اسلامي امارت سپيڅلي صف، پييلي، هدف ته نيږدي او له هرډول بې خونديو، خوندي وساتي.
مسلمه امت پر سياسي ځیرکتیا او پوځي شهامت سمبال مشر له لاسه ورکړ.
اووه کاله وړاندي په دې ورځ د اعلاء کلمة الله او د هيواد د استقلال په پار موږ داسي نر مشر او بيدار رهبر له لاسه ورکړ ، چې په لږ وخت او په نشت حساب امکاناتو يې د نړيوالو خونخوارو په خوله کې، د اسلامي امارت سپيڅلي صف، پييلي، هدف ته نيږدي او له هرډول بې خونديو، خوندي وساتي.
هغه مشر چې له سياسي درايت سره- سره يې پريمانه پوځي شهامت هم درلود. داسي جګړيز تاکتيکونه يې وپنځول، چې پر نامتو او پرمختلليو تجهزياتو سمبال جرنيلان يې له مخنيوۍ عاجز او کاسر جوت شول. په جګړيزو تاکتيکو او ويښو سياستو يې آن دښمن هم معترف و. د مغرورې امريکا او سرزورو ايتلافيانو غرور يې هغه وخت ور مات کړ ، چې د نوموړي په مشرۍ د کندهار په شمول هلمند، روزګان او جنوب لويديځ ولايتونو کې نۀ ماتيدونکي مهارتونه او مدبرانه پلانونه ترتيب او عملي شول. د خپلو اسيرو ملګريو د ازادولو د ځانګړي مهارت شاهدي اوس هم د کندهار مرکزي زندان وايې، چې د نوموړي په تدبير او مجاهدينو په زيار دوه ځله (۲۰۰۳ او ۲۰۰۸ کې) مات شوي.
د پيښو په حل و فصل کې د بې دريغه بصيرت او ځراکت څښتن و. په نرم مزاجۍ، معنادار کلامۍ او ژورفکرۍ پېژندل کيدي. خبرو کې يې عقلانيت او لهجو کې يې شهامت له ورايه درک کيدي.
هوکې! منظور مې د الله په لاره کې لولپه شوی رهبر، شهيد اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور -تقبله الله- دي.
شرعي ارزښتونو ته اعتقاد ، شهيد ملااختر محمد منصور -تقبله الله- انساني او نفسياتي خواهشات د حق پر کلمې ځپلي او سرکوزي کړي و؛ ځکه خو يې انساني فطري سرکښي له منځه وړي او داسي صالح او مصلح انسان ګرځيدلي و چې د ښيګڼو پراخي يې هېڅ پوله او خنډ نه درلود. څۀ يې چې ځان ته خوښول، هغه يې بل مسلمان ته انتخابول. شريعت ته وفاداري له بې ځايه افراط او عيب داره تفريط څخه راګرځولي و. د ژوند معمول يې اسلامي احکامو ته انقياد او تسليمي وه. د خپل طبيعت جبر او سرزوري يې د سنت په تعميل زندۍ کړي و.
هغه رحمه الله په غږيز کليپ کې پخپله وايې : (( په هرڅه کې بايد شريعت ته غاړه کېږدو، په جهاد کې بايد ځاني اجتهاد، شخصي مزاجونه يا افراط او تفريط ورګډ نه کړو، بلکې يوازې د شريعت تابع واوسو، په دې بايد ټينګه عقيده ولرو هغه څه ، چې شريعت يي امر کوي زموږ په خير دي که څه هم ظاهرًا د چا په مزاج درانه تماميږي.))
هغه مخبت او مطيع شخص و، شهيد اميرالمؤمنين تقبله الله په خپل ژور فکري ويښتابه، متشتت زړونه داسي پييل، چې د دښمن له تبليغاتو را ټوکيدلې کرکې يې په مينه بدلولې. په خپل ژوند کې يې هر ډول دنياوي ارزښتونه له ديني او معنوي ارزښتونو ځار کړي و. د هغه رحمه الله د دوستۍ او دښمنۍ معيار د سپيڅلې دين اساسات و. شخصي دښمني، لساني او سمتې ناحقه پالنې او بې ځايه سرزوريو څخه يې کرکه کول. ژوند يې په تقوا، د سنتو په اتباع او په ورعې پوښلي و. د خپل زعيم مخبت او مطيع شخص و. د وينا په يوه برخه کې وايې:
(( زه د اسلامي امارت د مؤسس او زموږ او ستاسو د محبوب رهبر أميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله دا خبره يو ځل بيا را ژوندۍ کوم او وايم ، چې موږ له هېچا سره شخصي دښمني او تضاد نلرو، زموږ دوستي او دښمني يوازې د اسلام د مقدس دين د آساساتو پر بنا ده.))
د مظلوم رعيت يؤ محتاط راعي، د رعيت د مسئوليت دروندوالي محتاط راعي او مدبر داعي ساز کړي و. د ولس پر مال او ځان يې هومره پاملرنه کوله لکه د خپل ځان او مال. تل يې له لاس لاندي کسانو ته له ولس سره د نيک تعامل او پاکې رويې توصيه کوله. د خلکو ساتنه يې خپل مسئوليت ګاڼه او په دې لاره کې يې هېڅ ډول بې احتياطي د منلو وړ نه ګڼله. له کلک هوډ سره يې د اخلاصمند موډ ملتيا، د پريکړو په متانت کې رغنده رول لوبوي. د دريځ قاطعيت او نر طبيعت يې اوس هم ژوندي تاريخ دي. هغه اوس هم د تاريخ په ژبه خپل مجاهد ولس ته په خطاب کې وايې:
(( مجاهدين بايد ډېر متوجه وي ،چې د عملياتو پرمهال د بيګناه خلکو ويني تويي نشي اسلامي امارت د خپل ولس د تحفظ مسئوليت پرغاړه لري او زه به د اسلامي امارت د امير په حيث هېڅکله اجازه ورنکړم ،چې د بي احتياطۍ له امله د خلکو سر يا مال ته زيان ورسيږي.))
يو نه ماتيدونکي سياسي شخصيت، عاجزه او خندانه څهره يې د بلا ډېرو ناخوالو او کړاوونو مخه ډب کوي او پوښي شوه.
د نړۍ ټولې هوساينې يې د نړۍ د مظلومو مسلمانانو په هوساينه کې قربان کړې. د هغه د اميرالمؤمنينۍ لنډه دوره او زښت زيات ګړندي مزل يې معاصره ځانګړنه ده. حلم، صبر، استقامت او کمالي رهبريت يې د ثالث عمر د وفات له معجزانه راز څخه درک کيدي شي. هغه وخت، ساعت او ځاي به مې هيڅ وخت هېر نشي، کله چې د ثالث عمر له رحلته خبر شوم؛ خو ملامنصور -تقبله الله- د دې ستر غم او درد سره د دې زورور او ملاماتونکي راز، بوج هم بار کړي ګرځوي. د اسلامي امارت سياسي ډګر په لومړي ځل د دۀ رحمه الله په واکدارۍ کې د نړۍ پر سيکرين نړيوالو ته شُُو شو. په اوسني سياست کې د مسلمانو ايډيال رهبر و. د نړيوالو مغرورانه سياست او د خدايۍ تر دعوي رسيدلي استخباراتي مأموريت يې په يواځي ځان دړې-وړې کړ. هغه به تل د يؤ شخص نۀ، بلکې د يؤ دروند او قدردان شخصيت په توګه ژوند کوي؛ ځکه خو له مړينې وروسته هم ژوندي دي.
تبليغاتي ډګر او د ويښ رهبر رهبريت ،د امريکا له يرغل وړاندي چې کومه تبليغاتي جګړه امريکا او ايتلافيانو يې د ټلويژون، راډيو، ورځپاڼي، مجلې، کتابونو، انټرنيټ، د هاليووډ او باليووډ فلمونو، بلابيل ويډيو کليپونو او… په مټ پيل کړې وه، چې مصرف يې ميليارډونو ډالرو ته رسيدي، ترڅو له نظامي يرغل وړاندي د هيوادوالو ذهني او فکري جاپيريال يرغمل او ملي او فرهنګي ارزښتونه يې لومړي لړزانه او بيا له منځه ويسي او پر ځاي يې خپل غربي او غلام فکرونه ور پيچکارۍ کړي. شهيد اميرالمؤمنين رحمه الله د دې تبليغاتي ملاماتونکي ګزارونو داسي دفاع وکړه چې د خوځښت ملا يې لا پياوړي او لکه ونه مستقيمه کړه. هغه پوهيدي چې د يؤ تحريک، يؤ خوځښت او يؤ نظام لپاره ترټولو اړين، اغيزمن او ګټوره وسيله تبليغاتي او مطبوعاتي جګړه متحرکه او پياوړې ساتل دي.
(اوس هم مخالف لوري د تبليغاتي ډګر په تقويه کولو او د خلکو د اذهانو مشتبه کولو لپاره هماغه پخوانۍ کړۍ لګيا کړې او په دوامداره توګه د اړين فيلډ ته کار کوي؛ هيله ده حکومت يې په سرعت او دقت سره مخه ډب او دې اړخ ته ترټولو ځواکمنه او زښته پاملرنه وکړي)
ترسره شوې هيله يې
هغه د شهادت متمني او ټولو اسلامي ارزښتونو ته معتقد و. د الهي رضا د ګټلو په لاره کې له ځان او ماله تېر او له هرډول کړاوونو بې پرواه و. همدا وه چې د الهي رضا د ترلاسه کولو په پار يې د لوي خداي جل جلاله دربار ته خپل نازدان وجود سکاره او لولپه شوي وړاندي کړ او خپله د شهادت سپيڅلې هيله يې ترسره کړه.
شهادت يې قبول او الهي ديدار او رضا يې نصيب شه.
باهر حقپال