
د ځوان نسل فکري روزنه..!
الحمدلله امریکا او د هغه متحدینو په افغانستان کې ماتې وخوړه، ټول زبر ځواک یې له خاورو سره خاورې سو؛ خو شل کلن اشغال ډېرې ناخوالې پر ځای پرېښودې.
الحمدلله امریکا او د هغه متحدینو په افغانستان کې ماتې وخوړه، ټول زبر ځواک یې له خاورو سره خاورې سو؛ خو شل کلن اشغال ډېرې ناخوالې پر ځای پرېښودې.
د دې ناخوالو له جملې څخه یوه هم فکري جګړه ده.
دا جګړه له هغه وخته پیل سوې ده، کوم وخت چې رب ذوالجلال حضرت آدم علیه السلام خلق کړ او ملایکو ته یې په سجده کولو امر وکړ. ملایکو حضرت آدم علیه السلام ته سجده وکړه؛ خو شیطان له سجدې کولو انکار وکړ. الله جل جلاله په قرآن عظیم الشان کې فرمایې:
ژباړه: او لکه چې مونږ پریښتو ته امر وکړ چې د ادم په وړاندې سرونه په سجده ښکته کړئ، نو ټولو سرونه ښکته کړل، خو ابلیس انکار وکړ، هغه د خپلې لویې په غرور اخته و او د کافرانو له ډلې څخه شو. (د بقرات سورت(۳۴) آیت). کله چې شیطان انکار وکړ، رب ذوالجلال له خپل دربار څخه ورټئ. نو شیطان وعده وکړه؛ که زما وس ورسیږي، ستا یو بنده به د جنت بوئ رانه حس کړي.
وروسته رب متعال جل جلاله حضرت آدم علیه السلام ته امر وکړ، چې ته او ستا زوجه جنت ته داخل سئ او ورته یې وفرمایل ژباړه: خو دې ونې ته مه نژدې کېږئ، که نه نو په تېري کوونکو کې به وشمېرل شئ. (د بقرات سورت(۴۵) آیت) شیطان په دې وخت کې فکري جګړه پیل کړه، آدم علیه السلام ته راغلئ او ورته ویې وویل:
ته دې رب له دې ونې څخه ځکه منع کړی یې، چې د تل لپاره په جنت کې ژوندی پاتې نه شې. له دې ونې څخه خوراک وکړه، تل به په جنت کې یې. کله چې حضرت آدم او بي بي حواء علیهم السلام له دې ونې خوراک وکړ، رب ذوالجلال دوی له جنت څخه وویستل …
نو دا جوته شوه چې فکري جګره د بشر له پیدایښت څخه پیل شوې ده.
یو ځائ داسې هم راغلي دي، چې په دوولسمه پېړۍ کې د جرمني یو لوړ پوړي چارواکې د مسلمانانو سره په مخامخ جګړه کې ونیول شو. جرمني لوړ پوري چارواکي ته د خپل بند په موده کې دا معلومه شوه، چې هېڅکله به مسلمانان په مخامخ جګړه کې ماتي ونه خوري؛ مسلمان که ماته خوري، په فکري جګړه یا فکري ډګر کې به ماتي خوري.
کله چې کفارو د عسکري جګړې تر څنګ فکري جګړه پیل کړه؛ نو مسلمانان هم له هغه راهیسې مغلوب سول او آن تر اوسه مغلوب دي.
په تېرو دوه لسیزو کې امریکا او د هغه متحدینو په افغانستان کې د عسکري جګړې تر څنګ فکري جګړه هم په کار اچولې وه د مثال په ډول؛ غربي رسنۍ (BBC, Azadi, VOA او…)، فکري مکاتب، غربي تعلیمي نصابونه، فکري مراکز او…
خو د عسکري جګړې له پای ته رسېدو سره سره یې فکري جګړه لا هم تسلسل لري بلکې تر پخوا لا ګړندۍ سوې ده.
د عسکري جګړې وران سوي رغول لسیزې وخت نیسي؛ خو د فکري جګړې وران شوي فکرونه رغول به پېړۍ پېړۍ وخت ونیسي.
غربیانو ځوان نسل ته داسې یو پرېوتې مفکوره ورپیچکارۍ کړې ده چي څوک کلین شیف او نیکټایي وکړي، ښځه له کور څخه بهر پرېږدي (بې پردې یې کړي) او د خلګو مخ ته یې fashion show ته راوباسي، د نامحرمو خلکو سره په کاري دفترونو کې کار وکړي؛ دا پر مختګ دی.
د دې تر څنک یې دا هم په فکر کي ورکړل، چې ښځینه ته دې هم د نارینه غوندې حقوق ورکړل سي تر څو ډیموکراسي، ته لار هواره سي، او یا امریکایي اسلام پلی شي.
او یا یې هم د خپلو اېجنټانو له مخې ښځينه قشر دې ته پاروي چې د نظام په مخالفت کې لاریونونه وکړي او پکې د خپل حق غوښتلو شعار بدرګه کړي او دځان لپاره یو دیموکرات نظام وغواړي.
مثال یې ویسا او د هغه کابینه ده.
موږ او تاسې باید داسې سوچ او فکر ونه لرو، چې اشغال ختم سو نور به کرار کښېنو. نه؛ هېڅکله نه. اصلي جګړه خو اوس پیل شوې ده او دا جګړه د تېري جګړې په پرتله خطرناکه او مضره ده. ځکه چې د عسکري جګړې جګړه ماران معلوم عسکر دي؛ خو د فکري جګړې عسکر بیا عام اولس دی.
د عسکري جګړې اشغال سوي کورونه او ودانۍ دي؛ خو د فکري جګړې اشغال سوي بیا عامه ذهنیتونه، تدریسي کتابونه، ښوونځۍ، پوهنتونونه او …
موږ او تاسې باید هر وخت فکري جګړې ته تیاری ولرو او دا هڅه وکړو چې د افغانانو شل کلن اشغال شوي ذهنونه د فکري او کلتوري اشغال څخه خلاص کړو. له دې اشغال څخه د خلاصون یوه مهمه لار د رسنیو او میډیا تر لاسه کول دي؛ خو افسوس چې موږ د دې خطرناک ناورین مخه نه نیسو، بلکې لا نوره هم وده ورکوو. د نورو په ناکامۍ خوشالېږو او تر خپل وس پورې بېځایه پوچ تبلیغات کوو.
راشئ! د دې پر ځای چي یو بل ته څاه وکیندو، باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه د فکري جګړې مخه ونیسو. ځوان نسل ته فکري او عقیدوي روزنه ورکړو. اسلامي معاشرې ته اسلامي کلتور او عنعنات راوړو…
او دې اسلامي ټولني ته داسې یو نسل وروزو چې بیا راتلونکي نسلونه هم د همدې نسل زېږنده شي او خپل دوست او دښمن او د دښمن مکار افکار او په شاتو کې زهر درک کړای شي.
هر ځوان باید دا فکر خپل کړي چې د یوې داسې ټولني د یوه داسې نسل روزل مو له فریضه وؤ څخه ده چې د راتلونکي غربي څپاند سره ډغره ووهي او د یو ستر فکري طوفان په وړاندي فولادي عزم، او یوه قوي روحیه خپله کړي.
حمزه الیاس