سرلیکنې

د ځوانانو له صلاحيتونو دې سالمه استفاده وشي..!

 ځوانان د ټولنې په رهبرۍ او پرمختګ کې خورا مهم رول لري، د ځوانانو انرژي او ځواک پوره وي او‌ د‌ ډېرو  د‌ اسې کارونو د ترسره کېدا وړتيا لري، چې د‌ ډېر عمر لرونکي يې ناشوني بولي.

 ځوانان د ټولنې په رهبرۍ او پرمختګ کې خورا مهم رول لري، د ځوانانو انرژي او ځواک پوره وي او‌ د‌ ډېرو  د‌ اسې کارونو د ترسره کېدا وړتيا لري، چې د‌ ډېر عمر لرونکي يې ناشوني بولي.

اسلامي امارت له تېرو دوو‌کلونو راهيسې ‌هڅه کوي، چې ځوانان د هيواد د پرمختګ په بېلابېلو برخو کې استخدام کړي، په دې سره به نه يوازې هيواد کې د شته بېکارۍ ستونزه پای ته ورسېږي، بلکې هيواد به چټک پرمختګ هم وکړي.

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په هرات کې له يو شمېر ځوانانو او ځوانو سوداګرو سره په کتنه کې وويل، چې اوسمهال د افغانستان د کانونو په برخه کې ۱۵۰ زره ځوانان پر کار بوخت دي.

په دې کتنه کې د ځوانو سوداګرو د مارکېټ رييس د ځوانانو په استازيتوب د هرات د ځوانانو غوښتنې او ستونزې ‌ له پلاوي سره شريکې کړې. نوموړي‌په خپلو خبرو کې له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې د ځوانانو لاسنيوی ‌وکړي،‌ د کار فرصتونه ورته برابر کړي او د ځوانانو نړيواله ورځ د هيواد په کليزه کې شامله کړي. او په رسمي تو‌ګه يې په نښه کړي.نوموړي د اسلامي امارت له مسئولينو وغوښتل، چې پر ځوانانو پانګونه وکړي او د ځوانانو له ځواک څخه سالمه استفاده وکړي. د ځوانو سوداګرو لپاره د دايمي نندارتون او بازار جوړول، د ځوانو سوداګرو لپاره د پانګونې د جلا ښارګوټي جوړول او د هرات د ځوانانو لپاره د مشورتي بورډ جوړېدل او له هيواد څخه د ځوان قشر د تېښتې مخنيوی د ځوانانو نورې غوښتنې وې، چې په دې غونډه کې مطرح شوې.ځوانو سوداګرو دغه راز د اسلامي امارت له وياند څخه وغوښتل، چې له هيواده د ځوانانو د تېښتې مخه ونيسي او حکومت دې د ځوانانو د راستنېدو لپاره ځانګړی کمېسيون جوړ کړي. د اسلامي امارت وياند ځوانان د هيواد ستنې وبللې او ويې ويل، چې له ځوانانو پرته د هيواد پرمختګ ناشونی دی. نوموړي ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې حکومت يې د هرې پروژې او ابتکار ملاتړ کوي، ځان له ځوانانو جلا نه ګڼي او دمګړي د هيواد په کانونو کې ۱۵۰ زره ځوانان پر کار بوخت دي او له دې څخه زيات موږ هڅه کوو چې د کانونو په استخراج سره ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړو.

د هيواد په بيارغونه او پرمختګ کې د ځوانانو فعاليت او انرژي خورا مهمه ده، اسلامي امارت بايد په کور دننه ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي او د هغوي له صلاحيتونو او ظرفيتونو څخه سالمه استفاده وکړي، تر څو مو هيواد پر خپلو پښو ودريږي او ملت مو د نورو له احتياجه د تل لپاره خلاص شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button