ټولنه او کلتورګزارش

د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا لپاره په کابل کې د واورې زېرمه کول دوام لري

د دې لپاره چې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت ستونزه هواره شي، د کابل ښاروالۍ کارکوونکي او کابل ښاریان د جذب وړ سیمو کې د واورې زېرمه کول پیل کړي دي.

د دې لپاره چې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت ستونزه هواره شي، د کابل ښاروالۍ کارکوونکي او کابل ښاریان د جذب وړ سیمو کې د واورې زېرمه کول پیل کړي دي.

د کابل ښاروالۍ په دې اړه ویلي، چې د همدې موخې لپاره ګلدانونو او زرغونو سیمو ته، چې د ابو د جذب وړتیا ولري، د واورې ټولول دوام لري.

له دې وړاندې ښاروالۍ د عامه پوهاوي لپاره ویلي و، چې هر تن دې د خپل کور په انګړ کې یوه شپږ مترۍ څاه وکني، د باران اوبه دې ورماتې او کېدونکې واورې دې همدغې څاه ته ورټولې کړي، تر څو راتلونکو کلنو لپاره د ځمکې لاندې اوبو سرچینې پیاوړې او د اوبو کچه لوړه شي.

د ښاروالۍ مسئولینو یو ځل بیا ویلي، په کار ده چې د واورې او باران اوبو د زیرمه کولو په برخه کې هیڅ فرصت له لاسه ورنه کړو او یو بل ته په لاس ورکولو سره، د اوبو له کمښت څخه د خپل راتلونکي نسل د خلاصون لپاره، خپل ملي او دیني مسئولیت ادا کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button