سرلیکنې

د ځمکو وېش او له غصبه مخنیوی، دواړه ضروري دي

ښکاره ده چې څلوېښت میلیونه افغانان په خپل هېواد کې شپږ نیم لکه کیلومتره مربع ځمکه لري او دا هم حتمي ده چې په دومره ولس کې به خامخا یو شمېر داسې زورور او بدماشان هم وي چې ملي او ټول شریکې ځمکې لاندې کوي، خپله اړتیا هم پوره کوي او پر نورو خلکو یې هم پلوري.

ښکاره ده چې څلوېښت میلیونه افغانان په خپل هېواد کې شپږ نیم لکه کیلومتره مربع ځمکه لري او دا هم حتمي ده چې په دومره ولس کې به خامخا یو شمېر داسې زورور او بدماشان هم وي چې ملي او ټول شریکې ځمکې لاندې کوي، خپله اړتیا هم پوره کوي او پر نورو خلکو یې هم پلوري. په دې کې هېڅوک شک او اعتراض نه لري چې د ځمکو د غصب مخنیوی حتماً ضروري او د هر حکومت مسؤلیت هم دی او دا هم واضحه ده چې اسلامي امارت خپله واکمني کې همېشه په دې برخه کې پوره هڅه هاند کړی او دادی وخت پر وخت یې د هېواد له ګوټ ګوټ نه د فعالیت خبرونه هم ورکول کیږي. خو بل لورته بیا دا هم په نظر کې نیول په کار دي چې دغه څلوېښت میلیونه وګړي خو به زیاتیږي هم، نوکه هره کورنۍ په هرو لسو کلو کې یوې بلې خونې ته اړتیا ومومي، ښايي څلوېښت میلیونه وګړي په یوه کال کې لږ تر لږه یو میلیون خونو ته ضرورت پیدا کړي. مطلب دا چې د هر هېواد وګړي مخ پر زیاتېدو دي او هر کلی ورځ په ورځ زیاتیږي او پراخیږي، ځکه خو ولس هم مجبور دی چې خپل کلي او ښارونه پراخ کړي او نوې نوې ځمکې ابادې، کلي او ښارګوټي پکې جوړ کاندي- نو که چېرې وضعیت داسې وي هېڅوک له خپل پلرني کور او کلي بهرنه شي وتلی او ځان ته نوی کورنه شي جوړولی، خلک به څه کوي؟ اسمان ته به خیژي که پر ځمکه به ننوځي؟ ایا دا د حل لار ده؟ دا هم په داسې حال کې چې موږ له تېرو دوه نیمو کلو راهیسې د څو میلیونه جریبه ځمکې له غصبېدو د خلاصون خبرونه اورېدلي خو بل لورته مو یوازې پکتیکا او هرات کې د زلزله ځپلو لپاره د نویو کلیو د جوړېدو خبر اورېدلی دی.

په دې حساب اړوند چارواکي باید دې ته متوجه وي چې مسؤلیت یې یوازې له غصبه را خلاصون نه، بلکې خپل رعیت ته د دې پراخو ډاګونو او شاړو ځمکو توزیع کول هم دي. البته د خپل قانون او لوایحو پر اساس، مثلاً کومې ځمکې د زراعت، کومې د بازار او کومې د خلکو استوګنې لپاره مناسبې دي. د حکومت له خوا د ځمکو وېشل که څه هم د خلکو شدیده اړتیا ده خو زموږ عرف دادی چې یوازې پخوانیو امیرانو بیا د ظاهرشا تر وروستیو پورې ځینو اشخاصو او قومونو ته د کرنیزو ځمکو یا ورشوګانو د ورکړې فرمانونه ورکړی، داودخان هم یو څه کرنیزې ځمکې ووېشلې، بیا نو تېرو پنځه څلوېښت کلو کې فقط همدغه د کرزي او غني دورې وي چې خلکو په خپل سر ځمکې ونیولې او ښارګوتي یې پکې ودان کړل چې تر څه حده یې د خلکو د کورونو ضرورت هم پوره کړ. په دې اساس ویلی شو چې که د حکومت له خوا په هر ولایت او ولسوالی کې د یو منظم پلان له مخې خلکو ته همدغسې د کورونو، بازارونو او زراعت لپاره مناسب ځایونه مشخص او توزیع شي، له یوې خوا به د ځمکو د غصبولو ستونزه حل شي او له بلې خوا به په زراعتي او نا مناسبو ځایو کې د کورونواو بازارونو د جوړولو مخه نیول شوې او د ټول ملت هر ډول اړتیا به خپل مناسب ځای کې پوره شوې وي. هیله ده مربوطې ادارې پر دغو ستونزو ژور فکر وکړي او د حل لارې چارې یې راوباسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button