سیاست

د ځمکو د غصب مخنيوي کمېسيون: څه باندې ۵۸۹ زره او۴۹۹ جريبه ځمکې مو بېرته راګرځولي

د اسلامي امارت د ځمکو د غصب مخنيوي کمېسيون وړمه ورځ  رسنيو ته د خپل کاري راپور د وړاندې کولو پر مهال وويل ،چې تر اوسه يې په بېلابېلو ولايتونو کې څه باندې ۷۵ لکه ۵۱ زره او ۳۴۳ جريبه ځمکه تشخيص او تثبيت کړې ده. د دې کمېسيون د مسئولينو په خبره، په ټول هيواد کې يې څه باندې ۷۹ لکه ۴۹ زره او ۷۲۱ جريبه ځمکه ارزولې ده.دغه کمېسيون همداراز ټينګار کوي چې د څه باندې ۴۰۴۸ جريبه غصب شويو ځمکو د قضيو پرېکړه يې د اسلامي امارت په ګټه کړې، خو دا چې خلکو يې په اړه سندونه وړاندې کړي او کمېسيون يې هم دوسيې د وروستۍ پرېکړې لپاره ځانګړې محکمې ته استولې دي.د ځمکو د غصب مخنيوي کمېسيون منشي احسان‌الله وثيق وايي:  (( په تېرو کلونو کې دلته ډېرې مافياوې جوړې او پياوړې شوې وې او د ځمکو د غصب مافيا د دغو مافياوو له ډلې يوه وه.))د ځمکو د غصب مخنيوي کمېسيون لا هم ادعا کوي ،چې د دې تيرې ادارې  په دوره کې د زورواکو له‌خوا د ځمکو غصب په افغانستان کې د ځينو سترو اقتصادي او پرمختيايي پروژو د نه پلي کېدو يو اصلي لامل هم و.د دې کمېسيون غړي د نوي کابل پروژه، د کندهار د عينو مېنې چاڼ او د ننګرهار کرنيز کانال د هغو پروژو په توګه يادوي ،چې د زورواکو له لوري د غصب شويو ځمکو له امله يې کارونه په ټپه ولاړ وو.د افغان حکومت د ځمکو د غصب مخنيوي کمېسيون چارواکي وايي، په دغو پروژو کې د ځمکو د غصب ستونزې هوارې شوي او د دوو پروژو کارونه چې د کندهار د عينو مېنې ښارګوټي او په ننګرهار کې د کرنې کانال شامل دي، پيلېږي. د دوی په وينا، د نوي کابل پروژه هم بشپړه شوې او ډېر ژر به پرانيستل شي.د ځمکو د غصب مخنيوي کمېسيون منشي احسان‌الله وثيق زياتوي:  (( تېر حکومت غوښتي و، چې د نوي کال پروژه پرانيستل شي، خو و نه توانېده؛ ځکه غاصبانو غوښتل تر هغه چې ونډه ور نه کړل شي، نه يې پرېږدي چې دا پروژه پرانيستل شي.))پر ټول هيواد د اسلامي امارت په بيا ځلې واکمنېدو سره د ځمکو د غصب مخنيوي کمېسيون د څو دولتي ادارو په غړيتوب جوړ شو، چې د ځمکو د غصب مخنيوي برخه کې فعاليت کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button