مقالې او تبصرې

د ځان بسياينې لومړنی شرط؛ داخلي توليداتو ته زمينه برابرول!

هېوادونه د مختلفو اسبابو له لارې پرمختګ کوي، ځينې يې له طبيعي معادنو کار اخلي، ځينې برېښنا پر نورو خرڅوي، ځينې د زراعت اړوند صادرات لري او ځينې هېوادونه د ژوند د نورو مختلفو توکو او ضرورياتو ښې فابريکې لري او نورې نړۍ ته خپل توليدات صادروي، يا حد اقل پر ځان بسيا شوي دي.  لله الحمد؛ زموږ پر هېواد الله تعالی مختلف نعمتونه لورولي، هم طبيعي زېرمې لرو، هم ښه سيندونه لرو، هم ښه حاصلخېزه ځمکه او هم خدای داسې موقعيت راکړی چې ستراتيژيکه ګټه ترې پورته کولی شو. له طبيعي زېرمو او معادنو څخه په مختلفو برخو کې کار اخيستلی شو، سيندونو څخه د برېښنا په جوړولو او ځمکو خړوبولو کې کار اخيستلی شو او د زراعت په برخه کې هم هر ډول پرمختګ کولی شو، ځمکه مو حاصلخېزه ده او هېواد مو هم د اقليم په حساب مختلف موسمونه لري، نو کولی شو چې بېلا بېل فصلونه تر لاسه کړو. همداراز؛ له خپل ستراتيژيک موقعيت څخه په استفاده، کولی شو چې د سيمه ييزو هېوادونو ټولې ترانزيټي لارې د خپل هېواد خوا ته را کاږو او د ترانزيټ له لارې هم پرېمانه عوايد تر لاسه کړو.

س. سعيد غلجی

دا چې زموږ هېواد له تېرو شاوخوا (۴۵) کلونو راهيسې له جګړو او ګډوډي سره لاس ګرېوان ؤ، نو ځکه موږ له دغو ټولو نعمتونو او ځانګړنو سره، سره بيا هم په هر ډګر کې وروسته پاتې يو او له دې يوه فرصت څخه مو هم استفاده نه ده کړې.  خو اوس وخت رارسېدلی، چې دغو ټولو فرصتونو څخه کار واخلو. ځکه ازادي مو تر لاسه کړه، جګړه ختمه شوه، ټول هېواد کې بشپړ امنيت تأمين دی او داسې کومه لويه ستونزه نشته، چې موږ له کار کولو ايسار کړي. له نېکه مرغه؛ د اسلامي امارت مسؤلين هم تر ډېره خپل مسؤليت ته متوجه دي او په هره برخه کې د خودکفايي او له فرصتونو څخه د استفادې هڅې روانې دي.

د معدنياتو په برخه کې دومره ګړندۍ هڅې روانې دي، چې د حکومت اکثره عوايد له دې لارې تر لاسه کيږي. خو اصلي هدف دا دی، چې دلته بهرني شرکتونه سرمايه ګزاري وکړي، هېوادوالو ته د کار زمينه برابره شي او مختلفې بنسټيژې پروژې پيل شي.  د خپلو بندونو جوړولو او برېښنا تر لاسه کولو لپاره هم قوي عزم موجود دی، تر اوسه خو ابتدائي حالت دی، خو څو کلونو کې به د برېښنا په برخه کې هم خودکفا شو، ان شاء الله! د زراعت برخې ته دومره توجه زياته شوې، چې تقريباً د سردار داؤد خان ټول پلانونه تر کار لاندې دي، د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نويو ځمکو ابادولو لړۍ روانه ده او د قوشتيپې ستر کانال په شمول په لسګونو نورو لويو او وړو کانالونو باندې کار روان دی. دغه راز؛ نورو داخلي توليداتو ته هم توجه زياته شوې، خو کفايت نه کوي. بايد مسؤلين يو داسې پلان ترتيب کړي، چې د هغه پر اساس په داخلي توليداتو کې ژور پرمختګ رامنځ ته شي، پر ځان بسيا شو او بهرني واردات بند شي. که په دې برخه کې لاندې څو سپارښتنې عملي شي، ان شاء الله په هره برخه کې به د وارداتو پر ځای صادرات ولرو.  لومړی: څرنګه چې داخلي توليدات ډېر پراخ تعريف لري او ټول ورځني ضروريات پکې شامل دي، نو بايد حکومت د ګوګړو له پلتې نيولې، د موټرو تر جوړولو، په هره برخه کې د خودکفايي هڅې وکړي. او دا کار هغه وخت کيږي، چې چارواکي د مسؤليت احساس وکړي، اراده ولري او عملاً پلان جوړ کړي.  دوهم: کورني او بهرني شرکتونه او سرمايه ګزاران دې وهڅول شي، چې په مختلفو برخو کې دلته پانګونه وکړي، هغوی څخه دې په ابتدائي حالت کې هيڅ ماليه نه اخيستل کيږي، بلکې لازم سهولات دې هم ورته برابر شي. کله چې حکومت پر داخلي فابريکو او توليداتو ماليه کمه کړي، نو په قيمت کې به يې کمښت راشي او خلک به د بهرنيو توليداتو پر ځای، خپلو توليداتو ته ترجيح ورکوي.  دريم: هغه اجناس چې په داخل کې توليديږي، د هغو پر وارداتو بايد ماليه لوړه شي، يا هم که ممکن وي، بيخخي دې بنديز پرې ولګيږي. تر څو زموږ خپلې فابريکې پرمختګ وکړي او داخلي توليداتو ته بازار پيدا شي.  څلورم: د داخلي توليداتو کيفيت ته بايد جدي توجه وشي، تر څو هېوادوال پر خپلو توليداتو باور پيدا کړي او خلک په عين اجناسو کې د بهرنيو توليداتو استعمال ته مجبور نه شي.

پنځم: د داخلي توليداتو د استعمال په اړه دې د عامه پوهاوي لپاره غونډې، کمپاينونه او نندارتونونه پرانيستل شي، په رسنيو کې دې تبليغات وشي، علماء دې د جوماتونو له لارې خلک د داخلي توکو استعمال ته راوبلي او خلک دې وپوهول شي، چې د اقتصادي خپلواکي او خود کفايي تر لاسه کول هم همداسې فرض دي، لکه د ځمکنۍ خپلواکي تر لاسه کول. همداراز؛ له حکومتي هڅو ور ها خوا، ټول عام هېوادوال هم مکلف دي، چې د داخلي توليداتو لپاره تر خپله وسه کمپاين وکړي، خلک وپوهوي او داخلي توليدات استعمال کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button