
اعلاميې
د پېښور په يو جومات کې دشوي بريد په اړه دخواخوږۍ پيغام
د پيښور په يو مسجد کې د وژونکي بريد په اړه د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د خواخوږۍ پيغام په لاندې شرح را رسېدلی دی:.په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې پرون دخيبر پښتونخوا په پيښور ښار کې په يوه جومات کې د چاودنې له امله ګڼو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ډېر نور ټپيان شوي دي.اسلامي امارت په جوماتونوکې پر عبادت کوونکو بريد غندي او داسې کړنې د اسلام د مبارک دين له احکامو سره په تضاد کې بولي.په دغې پېښه کې دوژل شويو کسانو لپاره له الله تعالی څخه د مغفرت او جنت او ټپيانو ته د عاجلې روغتيا غوښتنه کوي او د يادو متضررو شويو کسانو له کورنيو او خپلوانو سره خپله ژوره خواخوږي او غمشريکي شريکوي.