ټولنه او کلتور

د پکتیکا ۲ ولسوالیو کې ۱۵۵ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور ریاست ددې ولایت په دوو ولسوالیو کې د ۱۵۵بېلابېلو پروژو د ګټې اخیستنې خبر ورکوي.دغه پروژې د یاد ولایت د کلیو بیارغونې ریاست په همغږۍ د افغانستان ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې په ارګون او یوسف خیلو ولسوالیو کې بشپړې شوي دي.

70 / 100

د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور ریاست ددې ولایت په دوو ولسوالیو کې د ۱۵۵بېلابېلو پروژو د ګټې اخیستنې خبر ورکوي.دغه پروژې د یاد ولایت د کلیو بیارغونې ریاست په همغږۍ د افغانستان ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې په ارګون او یوسف خیلو ولسوالیو کې بشپړې شوي دي.پر دې پروژو ټولټال ۲۲۲ میلیونه او ۲۵۰زره افغانۍ لګښت راغلی.

د پکتیکا د کلیو بیارغونې ریاست په قول، دغو پروژو کې لویې لارې، پلونه، پلچکونه، کانالونه، کارېزونه، د اوبو ذخیره کولو سیستمونه او ګڼ شمیر نورې پروژې شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا دې ولایت ته په خپل سفر کې د ۱۷ ښوونځیو د جوړونې خبر هم ورکړی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button