
د پکتيکا اوسېدونکي: پر پاکستانۍ کلدارو د راکړې ورکړې له امله زيانمن شوي يو
د پکتيکا ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي: د دې ولايت د مرکز ښرنې په ګډون په ټولو ولسواليو کې راکړه-ورکړه پر پاکستاني کلدارو کېږي ،چې له امله يې موږ سخت زيانمن شوي یو.
د پکتيکا ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي: د دې ولايت د مرکز ښرنې په ګډون په ټولو ولسواليو کې راکړه-ورکړه پر پاکستاني کلدارو کېږي ،چې له امله يې موږ سخت زيانمن شوي یو.د دې ولايت اوسېدونکي په تېره هټيوال له سيمهييزو مسئولينو غواړي ،چې د کلدارو د راکړې-ورکړې اوکارونې مخه ونيسي.دا په داسې حال کې ده ،چې له تېرو شلو کلونو راهيسې په پکتيکا کې د افغانۍ بانکنوټونو د کارونې هڅې شوې دي، خو لا هم د مرکز ښرنې په ګډون، په نږدې ټولو ولسواليو کې پاکستانۍ کلداره کارول کېږي.په پکتيکا کې يو هټيوال عنايت وايي: (( افغانۍ زموږ خپله پيسه ده، بايد رايجه شي، حکومت ته دا پکار ده، چې خلکو ته پيسې ورسوي، ځکه بانکنوټونه ډېر زاړه شوي دي. په کلدارو کې ډېر تاوان دی.))يو بل هټيوال دل اغا وايي: (( زموږ هټيوال په دې کې هم تېروتنه کوي ،چې کلدارې اخلي او په مقابل کې يې افغانۍ ورکوي.))ورته مهال د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي هم په بازارونو کې د راکړې ورکړې پر مهال د افغانۍ بانکنوټونو پر ترويج ټينګار کوي.د ښرنې اوسېدونکی شمسالله وايي: (( څو ځله يې دلته اعلان وکړ، چې کلدارې بندې دي، افغانۍ دې پيل شي، خو بېرته راکړه-ورکړه پر کلدارو کېږي.))د ښرنې اوسېدونکی يار محمد عارفي وايي: (( پهدې برخه کې بايد پر عامه پوهاوې ډېر ټينګار وشي، څو خلک دې ته وهڅول شي چې افغانۍ وکاروي.))د پکتيکا والي بيا وايي: تازه يې يو ځل بيا د افغانيو د ترويج او د پاکستانۍ کلدارې د بندېدو جدي هلې ځلې پيل کړې دي.د پکتيکا والي فيضالله جمال زياتوي: (( افغانۍ زموږ خپل هويت دی او د خپل هويت د ترويج لپاره موږ دا کار کوو، د دې لپاره پلاوی ټاکل شوی او هغوی به طرحه جوړه کړي او د طرحې له جوړېدو وروسته به زموږ عملي کار په مرکز او ولسواليو کې پيل شي.))پکتيکا د هيواد په ختيځ کې له پاکستان سره فرضي کرښې ته څېرمه پروت ولايت دی، چې څو ځلې پهکې د لنډ مهال لپاره پر پاکستاني کلدارو راکړه-ورکړه بنده شوې ده.