ګزارش

د پښتو ژبې ملي ورځ؛ شالید او پر مخ پرتې ستونزې یې

پوره ۱۲ کاله او یوه وړاندې د ۲۰۱۲ کال د مۍ میاشتې په ۲۹ مه کابل کې د هغه وخت ځینو چارواکو او لیکوالانو لخوا یوه غونډه ترسره شوه او پرېکړه وشوه چې له دې وروسته به هر کال دا ورځ د پښتو ژبې ورځې په نامه لمانځي. د دې لامل پښتو ژبې ته لا پاملرنه او په وړاندې یې د خنډونو کمول و، چې سربېره په افغانستان پاکستان، هند او ځينو نورو هېوادونو کې هم په دغه ورځ د پښتو ژبې په اړه بحثونه کېږي او خلک یې یو بل ته د ورځې مبارکي وایي.

پوره ۱۲ کاله او یوه وړاندې د ۲۰۱۲ کال د مۍ میاشتې په ۲۹ مه کابل کې د هغه وخت ځینو چارواکو او لیکوالانو لخوا یوه غونډه ترسره شوه او پرېکړه وشوه چې له دې وروسته به هر کال دا ورځ د پښتو ژبې ورځې په نامه نمانځي. د دې لامل پښتو ژبې ته لا پاملرنه او په وړاندې یې د خنډونو کمول و، چې سربېره په افغانستان پاکستان، هند او ځينو نورو هېوادونو کې هم په دغه ورځ د پښتو ژبې په اړه بحثونه کېږي او خلک یې یو بل ته د ورځې مبارکي وایي.

د دغې ژبې د تاریخي شالید په اړه مې د همدې ژبې یو تن ماهر(متخصص) او د پوهنتون استاد حاجي محمد هوډ غږولی دی؛ ښاغلی هوډ د ژبې شالید د هغې له قوم پورې تړلی بولي او وایي چې پښتنو هم زرګونه کاله وړاندې د امو سیند په غاړه، بلخ، ګندهارا، بخدي او پکتیا سیمو کې اوسېدلي دي او د اریایانو له ۱۰ قبیلو څخه یوه هم د پښتنو قبیله وه. نوموړی هوډ زیاتوي: پښتو ژپه اوږد تاریخ لري، خو مونږ د مستندو، کتیبو یا تاریخي اثارو په اساس مونږه د ژبې د تاریخ په اړه قضاوت کولی شو او دا یوه پېچلې مسله ده؛ مشخص تاریخ نشو ورکولی خو دا ژبه د اریایي ژبو په قطار کې راځي، چې کله اریایان سره جلا شول او د دوی له اریک ژبې څخه پښتو، فارسي او نورې اریایي ژبې راوزېږېدلې.

پښتو ته د خدمت په پار وخت په وخت ځينو ژبپوهانو هڅې کړې دي، چې د همدې هڅو په پایله کې اوس پښتو په ګوګل، کمپیوټر، مصنوعي هوش او داسې نورو تکنالوجیکي الاتو کې ځای پرځای شوې ده. خو ژبپوهان دغه کارونو باندې راضي نه دي او دې برخې ته د حکومت او ژبپوهانو لا زیاته توجه غواړي. ملګري ملتونه او ژبپوهان په مورنۍ ژبه د تعلیم کولو خبره کوي، چې پښتو له دغې ستونزې سره لا هم لاس او ګرېوان ده؛ چې شااوخوا ۴۰ میلیونه پښتانه د پاکستان واک لاندې سیمو کې په خپله مورنۍ ژبه له زدکړو محروم دي.

د پښتو ژبې پر ستونزو بحثونه وخت ناوخت راولاړېږي، چې تر ډېره یې دغه بحثونه په معیاري کولو، لهجو، د فارسي او عربي ژبو تاثرات او ځیني نورې برخو وي.

یو له دغو ستونزو د پښتو ټول تلفظي حروفو لپاره د عربي لیکدود تنګه لمن ده، چې ځينې پښتو الفاظو ته فونیمونه نلري.

هارون سمون چې د همدې ژبې برخه کې لیسانس لري، له څو کالو راهیسې په رسنیو کې د پښتو عربي لیکدو پر ځای د پښتو فونیمیک لیکدود د پلي کېدو هڅې کوي؛ ښاغلي سمون د دولتي ورځپاڼې خبریال ته په لېږل شوي پیغام کې لیکلي: د پښتو ادبیاتو څانګوال چې پښتو نسبي سمه املا دقیقه لیکي، دوی پر فونیمیکه ابېڅې پوهېږي، که څوک غواړي، پښتو املا په همدې حاکم لیکدود سمه ولیکي، دوی مجبور دي فونیمیکه ابېڅې به زده‌کوي او دغه لیکدود یو بشپړ لاتین لیکدود نه دی؛ د لیکدود اړول له نورو ټولو عواملو او اړتیاو هاخوا د ژبپوهنې یو ژور تخنیکي بحث دی، چې د ژبپوهنې څانګوال مشران متخصصین یې باید وڅېړي. نوموړی په پښتنو لوستونکو او لیکونکو غږ کوي چې فونیمیک لیکدود سره دې ځان بلد کړي، تر څو چې د اوړون په وخت کې ورته مشکل نه وي، هغه وایي: کله چې د ژبپوهنې متخصصین پر لاتین لیکدود تخنیکي بحث ته مجبور کړی شي، ډېری لوستي پښتانه به له پښتو فونیمیکي ابېڅې سره بلد وي، چې د لیکدود په اوړون کې ډېره مرسته ورسره کوي.

د یادولو وړ ده چې اوس مهال پښتو د ۵۰ ژوندیو ژبو له قطاره یوه ژوندۍ ژبه ده، چې نږدې ۸۰ میلیونه وګړي پرې خبرې کوي.

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button