ګزارش

د پوهنې وزارت: د څارنې او ارزونې څانګې هېڅ کارکوونکی نه بې دندې کېږي 

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې څانګه (( د ښوونکو د روزنې د مسلکي پراختيا آمريت)) په څانګه واړوله.

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې څانګه (( د ښوونکو د روزنې د مسلکي پراختيا آمريت)) په څانګه واړوله. په دې وروستيو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګواکې د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې څانګې په لغوه کېدو سره ۵ زره کسان هم بې دندو شول؛ کومې چې د ياد وزارت وياند او د عامه اړيکو او نشراتو رئيس منصوراحمد حمزه د هيواد ورځپاڼې خبريال ته په رالېږل شوي غږيز پيغام کې رد کړې، د نوموړي په وينا دا ګام مو د زده کړې د کيفيت د ښه کېدلو په خاطر پورته کړي دي، تر څو د هيواد د ښوونکو پوهه او مسلکيتوب ورسره قوي شي، ده و ويل: په ټوله کې د پوهنې وزارت هڅه کوي چې د کيفيت په تړاو په ټولو سيمو کې پياوړي او ګړندي ګامونه اوچت کړي، په دې ترڅ کې د پوهنې وزارت دا ځل د ټول افغانستان په سطحه غواړي تر څو خپل ښوونکي په مسلکي توګه  وګماري، نو په همدې موخه د پوهنې وزارت په پيشنهاد او د رياست الوزراء د عالي مقام په منظورۍ  موږ ته د ۵ زره شااوخوا بستونه چې تقريباً ټول به مسلکي، کدري او رشتې ته په کتو سره پياوړي استادان ګمارل کېږي، په ځانګړې توګه د افغانستان په سطحه به د ښوونکو د ټريننګ، ورکشاپ او علمي کچې د لوړولو په خاطر  وي.

ښاغلي حمزه د څارنې او ارزونې او تربيه معلم د کارکوونکو د دندو په اړه هم و ويل چې دا کسان به نه بې دندو کېږي، ده و ويل: دا کسان کوم چې د څارنې او ارزونې او تعليم او تربيې غړي دي، دوي بالعموم نه دي تنقيص شوي، چې دوي به د وزارت له اډانې څخه وځي،  بلکې دغه کسان به بېرته پر خپلو دندو ګمارل کېږي. يانې هغه کسان چې علمي کدرونه دي او خپل معيارات يې پوره کړي وي، هغوي به دغه نوي تشکيل کې ځاي پر ځاي کېږي

نوموړي د نويو شااوخوا ۵ زره بستونو په اړه و ويل، چې د څارنې او دارالمعلمين کدري کسان به پکې جذبېږي، نوموړي زياته کړه: کوم کسان چې په نظارت او تربيه معلم کې علمي او کدري کسان نه دي، د هغوي د وظايفو لايحې ته په کتو سره به په نورو بستونو کې ځاي پر ځاي کېږي. ښاغلي حمزه د دغو کسانو د ډاډ لپاره زياته کړه: د دوي د اعتماد او باوري کېدلو لپاره وايو چې هيڅ کارمند به بېکاره نه پاتې کېږي، هغه که هر څوک وي.

نوموړي د نوي تشکل په اړه هم و ويل: د تشکيل په اړه موږ ۹ زونونه جوړ کړې دي، چې په هر زون کې ۱ امير دي او ۳۰ کسان ورسره علمي کدرونه دي او د هغو زونونو تر ساحې لاندې چې کوم ولايتونه دي، په هر ولايت کې به ۱۱ علمي کدرونه د رشتې مطابق وي او د دې تر څنګ به په هره ولسوالۍ کې  ۸ هغه کسان ولرو، چې هغه به د رشتې مطابق هلته فعاليت کوي او ښوونکو ته به د ظرفيت لوړوونکې په خاطر د هيواد په ګوټ – ګوټ کې ورکشاپونه او سيمينارونه دايروي.

                       تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button