
د پنجشېر مسئولين: د پارنده بند پروژې بشپړېدو لپاره يو ميليون ډالرو ته اړتيا ده
د پنجشېر محلي مسئولين وايي، چې د دې ولايت د بازارک د پارنده برښنا بند پروژې د پاتې څلور سلنه کار د بشپړېدو لپاره څه باندې يو ميليون ډالرو ته اړتيا لري. د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس نصرالله ملکزاده پرون رسنيو ته ويلي، د يادې پروژې قرارداد په ۲۰۱۳ کال کې د ((انټراګلوبل ميډل اېسټ)) شرکت ته په اووه ميليونه او ۶۴۰زره ډالرو ورکړل شوي و.د نوموړي په وينا، له هغه وخت راهيسې تراوسه دغه شرکت پر دې پروژه پنځه ميليونه او ۸۲۸زره او ۳۳۰ ډالر پانګونه کړې ده.د يا دولايت مسئولينو همداراز ويلي، چې د بازارک د پارنده برښنا بند د پاتې کارونو د بشپړتيا لپاره د اړتيا وړ بوديجې برابرولو په موخه يې د رياستالوزراء اقتصادي کمېسيون ته وړانديز کړی دی.د پنجشېر د پارنده برښنا بند پروژې بشپړېدو سره به د ياد ولايت سربېره د پروان او کاپيسا ولايتونو اوسېدونکي هم د برښنا له نعمت برخمنې شي.د ياد ولايت مسئولين ټينګار کوي ،چې د اړتيا وړ بوديجې په برابرېدو سره به د روان کال تر پايه ياده پروژه بشپړه کړي. ياد بند د څلور مېګاواټه برښنا د توليد ظرفيت لري.