ګزارش

د پنجشېر له کانونو د تېرکال په پرتله ډېر عوايد را ټول شوي

هيواد: افغانستان، چې تل يې په غېږه کې د نړۍ له ټولو با ارزښته شيان پيدا کېږي، داسې چې په نوره نړۍ کې يې ساري نه ليدل کېږي. د ډېرو هېوادونو په بازارونو کې ځانګړي نوم او مقام لري، له نېکه مرغه سږکال يې بازار بيا د تېرو کلونو په پرتله بې جوړې و.

هيواد: افغانستان، چې تل يې په غېږه کې د نړۍ له ټولو با ارزښته شيان پيدا کېږي، داسې چې په نوره نړۍ کې يې ساري نه ليدل کېږي. د ډېرو هېوادونو په بازارونو کې ځانګړي نوم او مقام لري، له نېکه مرغه سږکال يې بازار بيا د تېرو کلونو په پرتله بې جوړې و. د پنجشېر ولايت زمرد چې سږ کال يې د تېرو کلونو په پرتله زيات عوايد ترلاسه کړي دي،  د تېر کال په پرتله څو برابره ډېر دي. د پنجشېر ولايت د کانونو او پټروليم د رئيس محمد قاسم اميري په وينا ، سږ کال يې  ( ۵۰۰۹۰.۸ ) قيراطه زمردو څخه د ۳۶۲۹۷۷ ډالرو په ارزښت عوايد تر لاسه شوي دي. دغه ټول عوايد يوازې د زمردو له کانونو څخه راټول شوي دي. د پنجشېر په ولايت کې د اوس لپاره د زمردو په معدن کې د را ايستلو کار جريان لري، د نورو کانونو داوطلبي ته وړاندې شوي دي ،نو سږ کال به له هغو څخه هم د استخراج  کارونه پيل شي. په دې ډله کې د وسپنې تر څنګ نور کانونه هم دي، که چېرته يې کارونه پيل شي، نو زموږ عوايد به له دې هم ډېر شي. د اميري په وينا: د پنجشېر ولايت له ټولو مشهور معدن د زمردو دي چې د نړۍ لومړي درجه زمرد په کې پيدا کېږي چې د نورې نړۍ په هېوادونو کې يې ساري نه ليدل کېږي.نوموړي زياته کړه: تېر کال مو عوايد ډېر کم وو، ډېر معدنونه بند وو او د نورو يې د استخراج  کار نه و پيل شوي، خو اوس چې د کانونو د استخراج کارونه پيل شول، نو زموږ د عوايدو راټولولو سطحه هم ور سره لوړه شوه. د اقتصادي چارو کارپوه محمد عمر وايي: له شک پرته چې افغانستان کې د نړۍ په سطحه با ارزښته شيان پيدا کېږي. ښه بېلګه يې همدا زمرد  دي چې د پنجشېر د مسئولينو په وينا ډېر عوايد يې راټول کړي دي چې د تېر کال په پرتله څو برابره ډېر دي، نو دا د هېواد د اقتصاد بقا په ګوته کوي چې ور سره د دولت په بوديجه کې زياتوالي راځي او بل دا چې د نړيوالو مخ د افغانستان ارزښتمنو شيانو ته ور اوړي، همدا هغه څه دي چې يو هېواد ورته اړتيا لري. عمر زياته کړه: که چېرته د کانونو استخراج په همدې بڼه روان وي، نو لرې نه ده چې افغانستان به د اقتصاد له پلوه پر خپل ځان بسيا شي. موږ ته په کار هم همدا ډول دي، ځکه اوس هغه وخت دی چې افغانستان په خپله د هېوادوالو اقتصادي غوښتنو ته ځواب ووايي او د هغوي ستونزې ور سره حل شي.د محمد عمر په وينا: په تېر کې به د هېواد له شتمنيو څخه لاسته راوړې عوايد د دولت بوديجې ته نه تلل، خو اوس همدا عوايد دي چې د دولت بوديجې کې ټولېږي او د هېواد په اړينو برخو کې په کار اچول کېږي چې د يو هېواد د اقتصاد لپاره له ټولو ښه خبر کېدلی شي.

                         زيارمل هوتک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button