هیواد

د پلخمري – دوشي ولسوالۍ پر لاره  بوغابي کوتل جوړ شو

د بغلان د ټولګټو رياست له لوري د پلخمري – دوشي ولسوالۍ پر لويه لاره د بوغابي کوتل د دوه کيلومتره سړک چارې چې د ۷۲ ميليونه افغانيو په ارزښت پيل شوې وې پرون پاي ته ورسېدې او دغه پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه .د بغلان د ټولګټو رئيس ملا عباس اخند وايي، چې د بوغابي کوتل چې ۲۱۷۷ متره اوږدوالي او نهه متره پلنوالي لري د ۷۲ ميليونه افغانيو په ارزښت په وسپنيز کانکرېټ ډول، په ښه کيفيت جوړ او پروژه يې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د دې ترڅنګ چې له رغنيزو پروژو د ملاتړ ډاډ ورکړ، مسؤلينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې له راغلي فرصت څخه دې د هېواد د آبادۍ په برخه کې ښه ګټه پورته کړي څو افغانستان پر ځان بسيا شي.په همدې مهال د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي اسدالله مصطفي هاشمي وايي، چې د اوسني نظام ټولې برخې د خپلو مسئوليتونو له مخې هڅې کوي، څو هرڅوک په خپل وار سره خدمت ترسره او خلکو ته آسانتياوې رامنځ ته کړي.د بغلان اوسېدونکي او د کابل – بغلان د لويې لارې موټر چلوونکي د ټولګټو وزارت د دې اقدام هرکلي کوي او غوښتنه يې داده چې د کابل – شمال پر غځېدلې لاره باندې دې د سړکونو ټولې ويجاړې برخې د بوغابي کوتل په څېر جوړې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button