روغتیا

د پروټينونو په اړه ځینې ناسمې انګېرنې

زموږ بدن زیاتره وخت پروټین ته اړتيا لري، ځکه د عضلو غټېدل د پوستکي د روڼوالي، دفاعي سیستم د غښتلتیا، د سترګو د ښه لید او وینې د ښه تولید په برخه کې ځانګړی رول لري. زموږ وجود هره ورځ له موږ نه د ځانګړي مقدار پروټين غواړي؛ خو زموږ په ټولنه کې زیاتره ځوانان،پېغلې، هلکان، نجونې او نور وګړي د پروټين په اړه له ځینو غلطفهمیو سره مخ دي. ځینې خلک پروټين په زیاته اندازه استعمالوي، چې دا کار خپله د ځينو ناروغیو لامل ګرځي؛ لکه د شبکوري… او ځينې نور بیا پروټيني موادو ته بیخي لاس نه ور وړي، چې کم استعمال یې هم د پوستکي، هډونو او سترګو د کمزورتیا ناروغۍ له ځانه سره لري.

دلته به د پروټین د ۵ غلطفهمیو او ځینو لارښوونو په اړه وغږیږو:

د وزن کموالی

که تاسې غواړئ خپل وزن کم کړئ؛ نو پروټیني خوراکونه مه کوئ، بلکې له داسې موادو خپله ورځنۍ اړتیا پوره کړئ، چې پروټین نه لري يا کم لري. د پروټین زیات استعمال د انسان بدن د وزن کموالي ته نه پرېږدي. تاسو باید هغومره پروټین استعمال کړئ، په کومه کچه مو چې وجود ورته اړتیا احساسوي.

د ګردو ناروغي

له پروټيني خوراکونو ورهاخوا خپل بدن ته د مایع پروټين پیچکاري کول او جامد پروټین خوړل هم زموږ لپاره زیانمن تمامېدلی شي. دغه چاره زموږ په بدن کې د ګردو ناروغي پیدا کوي. که چېرې مو بدن کې د ځيګر یا ګردو ناروغي تشخیص کړه او ثابته شوه چې تاسو پرې اخته یاست؛ نو باید چې د پروټین د استعمال په برخه کې هم ترې لازمي هدایت واخلئ.

د سبزیو کارول

ځينې خلک په دې باور دي، چې سبزیجاتو کې د نړۍ له ټولو زیات پروټين دي؛ خو دوی باید پوه شي، چې اکثره سبزیجات ویټامینونه او منرالونه لري. د وېټامین برخه په کې ډېره کمه ده. نو هغه څوک چې بدن کې یې د پروټين اندازه کمه ده؛ غوره ده چې له ماهي، غوښې، دالو، وریژو او کلکو میوو نه ګټه واخلي.

د عمر مطابق پروتیني خوراکونه

که چېرې د تاسو عمر کم وي او په زیاته اندازه پروټین واخلئ؛ نو ښايي په راتلونکي کې له زیاتو ناروغیو سره مخ شئ؛ مخکې له دې چې په پروټيني خوراکونو ور ګډ شئ؛ له ډاکټرانو باید را معلومه کړئ، چې ستاسې د عمر مطابق باید څومره پروټین وخوړل شي. په دې برخه کې له عمر سره جنسیت، پېشه او د پروټین طرز هم باید په پام کې ونیول شي.

یوازې عضلات نه متاثره کېږي

په نړۍ کې د ښه وجود او بدن ښکلا په کلبونو کې زرګونه ځوانان بوخت دي او بېلابېل تمرینات کوي. هغوی د پهلوانانو ځینو حیرانوونکو وجودونو ته په کتلو سره فکر کوي، چې دا ټول د پروتین کمال دی؛ نو خبر دې وي، چې ډیر پروتین؛ ډیرې ناروغۍ زېږوي. پروټين یوازې په عضلاتو نه؛ بلکې په هډوکو، وېښتو او ګردو هم مستقیم اثر پرېباسي او د بدن د ګلکوزو په ثابت ساتلو کې مرسته کوي؛ نو معلومه شوه چې پروټین یوازې د عضلاتو لپاره نه دي.

ژباړه: خالد مشعل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button