سرلیکنې

د پاکستان ګیلې بې ځایه او ګواښونه یې مغرضانه دی!

6 / 100

په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو یو ځل بیا پرګیلو، تورونو او ګواښونو خوله خلاصه کړې، ویلي یې دي چې افغانستان د ترهګرو ځاله او خوندي کور دی چې د دوی له بیا بیا غوښتنې سره سره یې د ټي ټي پي اونورو ډلو پرخلاف هيڅ اقدامات نه دي کړي او که د پاکستان پوځ لازمه وګڼي نو د افغانستان په داخل هر ځای کې پرهغوی د برید کولو احتمال شتون لري. ددوی په ځواب کې افغان حکومت هم خپله هماغه خبره تکرار کړې چې د پاکستان چارواکي له دغه شان بې احتیاطه څرګندونو ډډه وکړي او که څه پېښ شي نو بیا به د ناوړه پایلو مسؤلیت هم د دوی پرغاړه وي. په دې کې شک نشته چې د پاکستان حکومت ورځ تربلې زیاتېدونکو امنیتي ستونزو سره مخ دی او خورا زیات تاوان هم ورته رسېدلی دی. خوکه څوک واقعیت ووایي نو د لمر په شان ښکارده چې اوسنۍ ګردې ستونزې فقط له خپله عمله ورپېښې دي چې هغه د لویدیځ غلامي او له اسلامي شریعته لیرې والی دی. له بده مرغه پاکستاني واکمنو پر افغانستان د صلیبي یرغل پرمهال انتهایي بې ننګه اوله دیني پلوه زښته ناروا دریځ خپل او د الله تعالی دوښمن سره اوږه پر اوږه ودرېدل.په داسې حال کې چې  د افغانستان او پاکستان مسلمان ولسونه تر ډېره په خپل دیانت ټینګ او له کفارو سره دوستي هیڅکله نه شي زغملی. خول دې سره سره پاکستاني واکمنو بیا هم لویدیځ پالنې ته دوام ورکړی او د پردیو د غلامۍ ځنځیر پرغاړه وړي. بناً همدغه پالیسي ده چې دا وخت زیاتره پاکستاني سیاستوال، استادان، دیني علما، ملتپاله ډلې او نور مخور ټول ناخوښه او د پوځ پرخلاف جنګېدونکو ډلو ته يې د ځوانانو جلبولو چاره اسانه کړې ده. خو دا چې رسمي چارواکي همېشه افغانستان ته ګوته نیسي، ښایي یو لامل یې خپله پړه پر نورو اچول او بل سبب یې له امریکې اونورو انډیوالانو یوڅه مرسته را جلبول وي. په هرصورت خو تر ټولو بده یې دا ده چې په ډېرې سپین سترګۍ سره پر افغانستان د برید ګواښونه هم کوي. ددې نو مطلب دادی چې په لوی لاس جګړه تر ډېورنډ کرښې را ورسوي اوله داخل نه د خلکو پام خارج ته وګرځوي. خو څرنګه چې دا ډېره ناوړه شیطاني وسوسه ده نو غوڅ باور دادی چې د هغوی دا پلان به لاهم په زړه پورې نتیجه ورنکړي او حتماً به یې د تاوتریخوالي لمبې ترمرکز او لرو بره ورسيږي . ځکه موږ باوري یو چې د پاکستان واکمنۍ لاندې داسې مسلمان او مېړني خلک هم ژوند کوي چې د واکمنو غربپالنه او د افغانانو پرخلاف د هغوی ناوړه چلند نه شي زغملی، په تېره د پښتونخوا او بلوچستان محکوم ولسونه خو دادی اوس هم په ډاګه د نا خوښۍ نارې وهي او دا هم معلومه ده چې کله ولسونه را وپاريږي بیايي هيڅوک هم نه شي ایسارولی. همدا هغه ناوړه پایلې دي چې موږ یې تل پاکستاني واکمنو ته ور یادوو خو متأسفانه دوی لاهم هماغه د جنرال مشرف تګلاره ټینګه نیولې، هماغه لار چې پاکستان یې د هلاکت او تباهۍ د پاڼ سرته رسولی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button