سیاست

د پاکستان مشرانو جرګه: موقت حکومت د کډوالو د اېستلو د پرېکړې واک نه لري

د پاکستان د مشرانو جرګې يو شمېر غړو د پاکستان پر موقت حکومت غږ کړی، چې د افغان کډوالو د ايستلو مسئله دې راتلونکي انتخابي حکومت ته پرېږدي او د کډوالو د ايستلو لړۍ دې ژر تر ژره ودروي.

د پاکستان د مشرانو جرګې يو شمېر غړو د پاکستان پر موقت حکومت غږ کړی، چې د افغان کډوالو د ايستلو مسئله دې راتلونکي انتخابي حکومت ته پرېږدي او د کډوالو د ايستلو لړۍ دې ژر تر ژره ودروي. دوی ويلي، چې دا حکومت د کډوالو د ايستلو د پرېکړې واک نه لري. د پاکستان دولتي رسنيو د پاکستان د مشرانو جرګې د يو شمېر غړو په حواله ويلي، چې دوی د پاکستان سترې محکمې ته يو ليک استولی او پکې ويل شوي، چې د پاکستان موقت حکومت يوازې د ټاکنو او د پاکستان د ورځنيو چارو د سمبالولو دنده پر غاړه لري او دغه حکومت د کډوالو د ايستلو د پرېکړې حق نه لري. د مشرانو جرګې يوه غړي مشتاق احمد خان د مشرانو جرګې په غونډه کې ويلي، چې پخوا پاکستان افغانان د شوروي اتحاد په وړاندې د خپلې دفاع ډال ګڼل؛ مګر اوس يې په زور له پاکستانه شړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button