ټولنه او کلتور

د پاکستان له زندانه د خوشې کېدونکو افغانانو د راستنېدو لګښت افغان حکومت ورکوي

په پاکستان کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې دوی افغانستان ته د هغو افغان زندانيانو د انتقال لګښت ورکوي،چې د پاکستان له زندانونو راخوشي کېږي. ياد سفارت وړمه شپه ناوخته پر ټوېټرپاڼه د افغان بنديانو له کورنيو غوښتي ،چې په دې برخه کې هېچاته پيسې ورنه کړي.لا وړمه ورځ په کراچۍ کې د افغانستان کونسل مولوي سيد عبدالجبار ويلي وو، چې د پاکستان له زندانونو د ۳۶۶ افغانانو د خوشي کېدو امر شوی. د ده په خبره، په دې ډله کې ۶۹ ماشومان، ۶۳ مېرمنې او پاتې نور نارينه دي. د يادونې وړ ده، چې اوس د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۵۶۸ افغانان بنديان دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button