سرلیکنې

د پاکستان او تاجکستان د اړیکو نوې پړاو !

د راپورونو په حواله ویل کېږي چې تېره ورځ د پاکستان صدراعظم شهباز شریف تاجکستان ته د خپلې دوه ورځنۍ دورې په ترڅ کې تاجک مشرانو سره د ګڼو سوداګریزو موضوعاتو ترڅنګ پر ترهګرۍ هم اوږده بحثونه کړي او ډېری موارد کې تفاهم او موافقې ته هم رسېدلي دی.

67 / 100

د راپورونو په حواله ویل کېږي چې تېره ورځ د پاکستان صدراعظم شهباز شریف تاجکستان ته د خپلې دوه ورځنۍ دورې په ترڅ کې تاجک مشرانو سره د ګڼو سوداګریزو موضوعاتو ترڅنګ پر ترهګرۍ هم اوږده بحثونه کړي او ډېری موارد کې تفاهم او موافقې ته هم رسېدلي دی. د شنونکو په باور دا یقیني ده چې پاکستان له تاجکستان سره دوه اړخیز تجارت، ترانزیټ اوخصوصاً د کاسا زر پروژې په شان د انرژۍ لېږد ته شدیده اړتیا لري چې باید نوموړي دواړه هېوادونه یې د پرمختګ لپاره ګړندي ګامونه واخلي. خو بل لورته د دوی ترمنځ د ترهګرۍ موضوع شاربل او په هکله یې د هغوی ترمنځ ملګرتیا، همغږي او توافق د افغانانو لپاره خامخا څه شکونه او ګومانونه را ولاړولی شي. ځکه په دې لړ کې افغان ولس ځینې داسې شواهد او قراین لري چې پراساس یې موږ ته افغانستان کې ددواړو هېوادونولاس وهنې په ډاګه را ښکاروي.د بېلګې په ډول دواړو هېوادوکې یو شمېر داسې کسانوته پناه ورکړی شوې چې په نړیواله میډیا کې د افغان حکومت پرخلاف د وسلوال مقاومت نارې وهي. بل دلیل دادی چې تراوسه یعنی له تېرو دریو کلو راهیسې چې دلته هرڅومره وژونکي او تخریبي بریدونه شوي اکثریت عاملین یې تاجک او پاکستاني ثابت شوي .دریم دلیل دا چې پاکستان کې جنګېدونکې دوه مهمې ډلې بلوچ غورځنګ او ټي ټي پي یوه هم نه تاجکستان کې اوسېدلې، نه چا هلته پناه ورکړې او نه د تاجکستان له لارې هلته ورتلی شي. د همدغو دلایلو پربنسټ ویلی شو او په ډاګه معلوميږي چې ښاغلی شهبازشریف له تاجک مشرانو سره پاکستان کې د ترهګرۍ موضوع څېړلو ته هېڅ کومه اړتیا نه لري بلکې دغه بحث اصلاً په ګډه افغانستان کې د ترهګرۍ پراخولو په موخه یوبل سره د مرستې زیاتولو په هدف ترسره کېږي. څو په دې توګه له شماله تاجک او له جنوبه پنجاب په شریکه همغږۍ د کړېدلو او بې وزله  افغانانو کورته کاڼې ور ګوزار او ګټلی ثبات او ټیکاو یې یو ځل بیا پر غم او ناورین وربدل کړي. ځکه دا واقعیت اوس له هېچا پټ نه دی چې دغه دواړه حکومتونه انتهایي زیات بې کفایته او له پراخو درغلیو ډک دي. او دا چې د دواړو هېوادو وګړي افغانانو ۷مخ

سره بې درکه نږدې مذهبي، کلتوري او جغرافیو اړیکې لري او حتماً یو بل نه متاثره کېږي، همدا وجه ده چې اوس نوموړي دواړه هېوادونه خپله بقا یوازې او یوازې د افغانستان په کمزورۍ، ګډوډۍ  او محتاجۍ کې ګوري. خو په همدې ترڅ کې بیا افغانان له خپله لوري ټولو ته د ښه ګاونډیتوب، اسلامي اخوت، اقتصاد محوره تعامل او د یوبل کورنیو چاروکې د نه لاس وهنې بشپړ ډاډ ورکوي. خدای دې وکړي چې دوی هم ناوړه ارادې له زړونو وباسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button