مقالې او تبصرې

د پاکستاني کلدارې د بندېدو پرېکړه د ستاينې وړ ده

پکتیکا کې د اسلامي امارت ځایي چارواکو د افغانیو د ترویج په موخه د دغه ولايت ټولو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته به د کلدارې کارونه بنده او ټوله راکړه ورکړه به پر افغانۍ پيلېږي.د دغه ولايت د محلي مسوولانو او اړوند چارواکو له لوري په ګډه غونډه کې پرېکړه شوې، چې هټيوالو ته به نرخ نامه ټاکل کېږي او صرافان به د هټيوالو د اړتيا وړ افغاني بانک نوټونه برابروي او، که هر هټيوال له دې وروسته سوداګريزه راکړه ورکړه پر کلدارو وکړي، دری ورځې به يې هټۍ تړل کېږي، همدا راز  نظامي او حکومتي مامورين بايد خپل معاشونه پر کلدارو بدل نه کړي او سرغړوونکو ته به سزا ورکول کېږي. د پکتیکا هټيوالو او ځايي اوسېدونکو د اسلامي امارت له  دغې پرېکړې هر کلی کړی، خو ترڅنګ يې د پلې کېدو غوښتنه هم لري، ځکه تېرو نظام کې هم دا ډول پرېکړې شوې وې، خو عملي نه شوې او خلکو د اړتيا وړ د افغاني بانکنوټونو د نشتون له امله بېرته د کلدارو کارونې ته  مخه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د راکړې ورکړې لپاره، د بهرنیو اسعارو کارول هغه جنجالي موضوع ده،چې له تېرو څو لسيزو راهيسې دوام لري، په ګڼو سرحدي او آن په ځینو مرکزي ولایتونو او سیمو کې د بهرنیو هېوادونو د پیسو کارول د افغانستان اقتصاد ته ډېر زیان رسولی دی. په یو شمېر ختیځو  (ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان) او په ځینو سویلي او مرکزي ولایتونو (پکتیا، خوست، پکتیکا او آن په غزني) او ځینو نورو سیمو کې حتی په ډېرو کوچنیو او ورځنیو معاملاتو کې لا هم د پاکستاني کلدارو کارول او د هېواد په لوېدیځو او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې چې له ایران سره ګډه پوله لري، په ورځنۍ راکړه ورکړه کې د ایراني تومان کارول هغه ستونزمنه مسئله ده چې په هېواد کې د افغانیو د ترویج او آن ملي حاکمیت پر وړاندې عمده خنډونه بلل کېږي.

همدا لامل دی چې يو شمېر افغان سوداګر او هټيوال د کلدارې بې ثباتۍ سخت تاواني کړي دي، روان کال پاکستان ته د افغانستان د صادراتو کچه زیاته وه، خو د پاکستانۍ کلدارې د ارزښت له ټیټوالي سره افغان پانګوالو ته مالي زیانونه واوښتل. افغان سوداګرو په داخل کې مېوې او توکي په افغانیو پېرلي وو خو په پاکستان کې یې بېرته په کلدارو پلوري،  د افغانیو په وړاندې د کلدارو د هغه مهال ارزښت او نننی د تبادلې نرخ لوړ توپیر لري، له دې سره خصوصي سکتور ته په ميلیونونه افغانۍمالي زیانونه اوړي.

د دې ستونزې د حل لپاره  مهمه دا ده، چې افغان سوداګر او پانګوال خپل توکي په ملي کرنسۍ وپلوري او په پاکستانۍ کلدارې جنس ونه پلوري،ځکه په پاکستان کې روان اقتصادي رکود او مالي انفلاسیون د افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي سکتور ته زیان رسوي.

لنډه داچې په افغانستان کې د بهرنۍ کرنسۍ مخنیوی نه یوازې د هېواد پولي واحد (افغانۍ) ارزښت لوړوي، بلکې له اقتصادي پرمختګ او پیاوړتیا سره هم مرسته کوي، ځکه د افغانیو پراخ چلښت د نورو اسعارو په مقابل کې د افغانۍ اعتبار لوړوي او په اتوماتیک ډول د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېږي. د بهرنيو اسعارو  په تېره بیا د پاکستاني کلدارې چلښت سبب کېږي چې افغانۍ ته د خلکو تقاضا کمه شي، کله چې افغانۍ ته تقاضا کمه شوه ارزښت یې ټیټېږي، برعکس چې افغانۍ ته تقاضا ډېره شوه ارزښت یې لوړېږي، که چېرې د بهرنیو اسعارو په ځانـګـړې تــوګــه د ګاونډیو د پيسو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شي؛ نو دا به د هېواد په بازارونو کې د توکو بیه ثابته وساتي او وارداتي توکي به په ارزانه بیه خلکو ته پرېوځي.

افغانانو ته په کار ده، چې د افغانۍ د ثبات لپاره د حکومت د مسئولو چارواکو پرېکړې ته په ورين تندي هرکلی ووايي او ډېر ژر يې عملي کړي، ځکه له چلښته د کلدارې غورځول ملي اراده او غښتلی هوډ غواړي او دا کار ممکن دی، خو له بده مرغه افغانۍ چې زموږ د هېواد ملي کرنسي ده هېڅوک ورته پاملرنه نه کوي او لوی کاروبارونه ټول په پاکستانۍ کلدارو، امريکايي ډالرو او ايراني تومانو ترسره کېږي، ځکه له يوه لوري موږ ملي احساس نه لرو، بل پلو راته پوهاوی نه دی راکړل شوی او تر ملي ګټو راته شخصي ګټې ارزښتمنې او خوږې دي! هر افغان باید د افغانۍ د کارولو احساس ولري او په ورځنیو چارو کې د بهرنيو اسعارو له کارونې ډډه وکړي.

په پکتيکا کې د افغانۍ ترويج او د پاکستاني کلدارې د بندېدو پرېکړه د اسلامي امارت غوره اقدام دی او د هېواد داقتصادي ودې او پرمختګ لپاره يې ښه پيلامه بولم او ډېر به خوښ شم چې دغه پرېکړه په هغو سيمو او ولايتونو کې هم پلې شي، چې د سوداګرو او هټيوالو  ټوله راکړه ورکړه يې په پاکستاني کلدارو او ايراني تومانو ولاړه ده. نو د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ثابت ساتلو او د افغان سوداګرو او هټيوالو ستونزو ته په کتو بايد د وطني احساس له مخې ټوله راکړه ورکړه په افغانيو ترسره شي، حکومت دې د پاکستاني کلدارو او نورو بهرنيو اسعارو په کاروبار نور هم کلک بنديز ولګوي او سرغړونکو ته دې سخته جريمه وټاکي، په دې سره په ټول هېواد کې يوه انګېزه خپرېږي او بيا هېڅوک زړه نه ښه کوي،چې له خپلو پېردونکيو سره له افغانۍ پرته په نورو اسعارو راکړه ورکړه وکړي.

احمد راشد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button