سرلیکنې

د  پاکستاني جنرالانو تېری به ناوړه پایلې ولري

د تېرې دوشنبه په شپه پاکستاني الوتکو یو ځل بیا پکتیکا او خوست ولایتونو کې پر عامو وګړو بمباري وکړه چې په ترڅ کې یې څو ښځې او ماشومان په شهادت ورسول.

د تېرې دوشنبه په شپه پاکستاني الوتکو یو ځل بیا پکتیکا او خوست ولایتونو کې پر عامو وګړو بمباري وکړه چې په ترڅ کې یې څو ښځې او ماشومان په شهادت ورسول.دا د پاکستان هغه ډاګیز تېری دی چې په ځلونو یې تکرار کړی او غواړي په همدې وسیله د خپلو کورنیو ستونزو پړه پر افغانانو ورواچوي. البته په دې کې هم څه شک نشته چې د پاکستان پوځ او زیاتره مرکزي او مهمې ادارې د پاکستان د جوړښت له ورځې بیا ترننه همېشه د غربیانو تر بشپړ کنټرول لاندې دي او د هماغو له لوري تمویل او توجیه ترلاسه کوي. همدا وجه ده چې نه د خپل واک لاندې ولسونو څه پروا ساتي او نه د کاونډیانو. کټ مټ لکه د امریکې او بریتانیې یوه پوځې اډه چې وي. تاسې وګورئ ،د پاکستان په تېر شپږ اویا کلن عمر کې هېڅ کوم ملکي حکومت نه خپل قانوني وخت پوره کړی او نه په خلاص مټ د خلکو له غوښتنې سره سم حکومتولۍ ته پرېښوول شوی. ښه مثال یې پر افغانستان د صلیبي یرغل او اشغال پرمهال د پاکستاني جنرالانو کړنې دي. کله چې له یهودي او صلیبي لښکرو سره یې د هر ډول مرستې چمتووالی وښود او تر شلو کلو یې هغوی سره ښه د اخلاص نوکري وکړه ، تردې چې همدغې تګلارې یې د پاکستان د مسلمانو ولسونو په منځ کې سخت حساسیتونه راوپارول، د مخالفت ښکاره نارې پورته شوې او وسلوال مقاومتونه پیل شول. یاد مخالفتونه د لال مسجد اوګڼو مدرسو تر بمبارېدو، د زرګونو علما وو او نورو اسلامپالو تر زنداني کېدو او کفاروته تر لاس تړلو ورسپارل کېدو پورې ورسېدل،  په تېره بیا ډېورنډ  کرښې ته څېرمه سلګونه کلي پر کنډوالو بدل او لکونه وګړي یې کېمپونو ته وشړل شول. همدا د پاکستاني جنرالانو هغه شجاعت و ،چې د خپل مسلمان رعیت په مقابل کې یې څرګند کړ، خو ښکاره ده چې دا هر څه له صلیبي نړۍ د څو  نا چیزو ډالرو د ترلاسه کولو په پار تر سره کېدل .یقیناً دا د څو جنرالانو خپله بدماشي او ځاني ګټه وه ،چې کاملاً د پاکستان د مسلمان ملت له خوښې پرته تر سره کېده. بناءً دادی یو ځل بیا هڅه کېږي چې یاد جنرالان، د خپل عیش وعشرت لپاره یوه داسې پروژه ترلاسه کړي چې غرب ته مطلوبه او د دوی جیب خرڅ پکې برابر شي. دا ډول پروژه ،نو فقط همدا کېدای شي چې پر افغانانو تېری پیل او خپلو بادارانوته وښيي چې دادی اسلامی امارت ته ستونزې جوړولی شي، خو موږ هم په خپل وار دوی ته وریادوو،چې په دې ډول چلن سره به خامخا په هماغې لومه کې دوی هم نښلي، کورنۍ ستونزې به یې نورې هم زیاتېږي او د دې ځورېدلو مسلمانانو له آزاره به یې خپل کورونه هم نړېږي. دوی باید د افغانانو تاریخ هېڅکله له یاده ونه باسي، د خپلو دغو چارو عاقبت دې وسنجوي، له بې بنسټه پلمو او پرو پاګنده دې لاس واخلي او د مسلمانانو ترمنځ دې تاو تریخوالی نه ایجادوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button