
اقتصاد
د پانګونې په برخه کې د ښځو ونډه ۶۶ سلنه زیاته شوې ده
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په ۱۴۰۱ کال کې د پانګونې په برخه کې د ښځو ونډه د تېر کال په پرتله ۶۶ سلنه زیاته شوې ده. دغه وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د پانګونې او اقتصادي ډګر کې د ښځو ونډه کولی شي د کورنیو خوراکي توکو خوندیتوب زیات کړي او په هېواد کې د بې وزلۍ کچه راکمه کړي. په ورته وخت کې په کابل ښار کې د ښځو د افغاني جامو د تولید د یو شمېر کارخونو مسوولین وايي، له افغاني جامو څخه د ښځو د کارونې کچه لوړه شوې او دا کار به د هېواد د اقتصاد د ودې لامل هم شي. د لورا په نوم د افغاني جامو د توليد د يوه مرکز مسوولې ویلي، چې له څلورو کلونو راهيسې د افغاني جامو جوړولو برخه کې کار کوي. هغې ویلي، د یادې کارخونې له جوړیدو یې موخه د افغاني جامو، چې زیاتره یې لاسي ګنډل دي لاسي صنایعو ته وده ورکول دي.