اقتصادهیواد

د پانګونې د بين‌الوزارتي کمېټې غونډه کې وړاندې شوې طرحې وارزول شوې

د پانګونې بين‌الوزارتي کمېټې نوبتي ناسته په مرمرينه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د پانګونې د وړاندې شويو طرحو په اړه هر اړخيز بحث شوي.دې ناستې ته د خصوصي سکتور له لوري په مزارشريف ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر ځمکه د سوداګريز مارکېټ او د کابل ښار د څلورمې ناحيې اړوند تايمني سيمه کې د راه ابريشم هستوګنيز او سوداګريز ښارګوټي د جوړولو طرحې وړاندې شوې.له هر اړخيز بحث وروسته ټاکل شويو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو د يادو طرحو تخنيکي او اقتصادي ارزونه ترسره او راپور يې د پانګونې د بين الوزارتي کمېټې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.دغه راز يادې ناستې ته په کوټې سنګي سيمه کې د ملت سوداګريز مارکېټ او د هلمند ولايت په لښکرګاه ښار کې د سوداګريز مرکز او هستوګنيزو اپارتمانونو د جوړولو طرحو د ارزونې لپاره د ټاکل شويو کمېټو له لوري راپورونه وړاندې شوي، چې له مفصل بحث وروسته د يادو مارکېټونو د جوړولو طرحې تائيد او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسيون ته واستول شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button