سیاست او دولت

د پاسپورټ رياست:د نويو مرکزونو په پرانيستو سره به د پاسپورټونو د وېش لړۍ لا چټکه شي

د پاسپورټ عمومي رياست وياند نورالله پتمن شمشاد او خلکو خپرونه کې ويلي، د پاسپورټ د وېش بهير په عادي ډول جريان لري او هره ورځ په اوسط ډول ۱۲زره ټوکه پاسپورټونه وېشي.پتمن مني، چې د پاسپورت اخېستو پروسه کې يو لړ ستونزې شته؛ خو دې رياست د مراجعينو د ستونزو د حل او د پاسپورت د اسانه وېش په موخه يو لړ اقدامات کړي دي.

د پاسپورټ عمومي رياست وياند نورالله پتمن شمشاد او خلکو خپرونه کې ويلي، د پاسپورټ د وېش بهير په عادي ډول جريان لري او هره ورځ په اوسط ډول ۱۲زره ټوکه پاسپورټونه وېشي.پتمن مني، چې د پاسپورت اخېستو پروسه کې يو لړ ستونزې شته؛ خو دې رياست د مراجعينو د ستونزو د حل او د پاسپورت د اسانه وېش په موخه يو لړ اقدامات کړي دي.پتمن وايي: (( که تاسې په ورځ کې شاوخوا د ۱۲ زره پاسپورټونو وېشنه پڅه بولۍ؛ خو دا پڅه پروسه نه ده او دا يو ډېر ګړندی بهير دی او په دې مانا ده ،چې موږ په دې برخه کې ټولو خدمتونو ته ژمن يو، د هېواد والو حقونو او  پر وخت د خدماتو وړاندې کولو ته ژمن يو. د ورځې ۱۲زره پاسپورټونه د افغانستان په تاريخ کې لومړی ځل دی چې توزيع کېږي.))پتمن زياته کړې، په پلازمېنه کابل کې به د پاسپورټونو د وېش درې نور نوي مرکزونه هم چې ۹۰ سلنه چارې يې بشپړې شوي پرانيستل شي.د ده په خبره، د دې مرکزونو له جوړولو يې اساسي موخه د پاسپورټ د ورکړې په بهير کې د اسانتياوو رامنځته کول دي.پتمن وايي:  (( دغو لنډو ورځو کې به نورې برخې هم فعالې شي، کارونه يې ۹۰ سلنه خلاص دي، تشکيلات تکميل دي، همداراز تخنيکي چارې تر ډېره بشپړې شوې او د يوه رسمي اعلان په ترڅ کې به موږ په مرکز کابل کې درې نورې څانګې پرانيزو او دا چې کله په رسمي توګه اعلان شوې؛ نو هغه سيمې به هم بيا هماغه وخت مشخصې شي، چې په کې نوې څانګې پرانيستل کېږي، دا به د کابل داسې سيمې وي چې ځتيځو، سويلې او شمالي ولايتونو ته به په کې رسېدنه کېږي، يعنې د کابل له څلورو خواوو به خلک په اسانۍ دې سيمو ته راتللي شي.))پتمن زياتوې، زده کړيالان، بېړني ناروغان، ملي لوبغاړي د پاسپورټ رياست په کاري لومړيتوبونو کې دي او همدارنګه سوداګرو ته يې د کابل ښار د فکري ملکيتونو رياست کې ځانګړې څانګه جوړه کړې څو وکړای شي چې په لږ وخت کې پاسپورټ ترلاسه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button