سرلیکنې

د  ټولنیز فساد مخنیوی ډېر ضروري دی!

په حقیقت کې دا ستونزه په ټوله افغاني ټولنه کې د خورا زیاتو فسادو جرړه ده. یوه داسې ستونزه چې هره کورنۍ، هر پلار، هر نارینه او هره ښځه ورسره مخ ده.

په حقیقت کې دا ستونزه په ټوله افغاني ټولنه کې د خورا زیاتو فسادو جرړه ده. یوه داسې ستونزه چې هره کورنۍ، هر پلار، هر نارینه او هره ښځه ورسره مخ ده. د همدې ستونزې له امله خدای خبر زموږ څومره ژڼي او زلمي د یونان او قبرس په دریابونو کې د نهنګانو خوراک شول، څومره د ګاونډیو او لیرې هېوادونو د سرحدي څوکیدارو ځواکونو په لاس پردېسۍ او نامرادۍ کې له ارمانونو په ډکو زړونو وهل شوي، بې پته شوي،وژل شوي او تر خاورو لاندې بې پوښتنې نادرکه پاتې شوي دي. د همدغې اجتماعي خپسې له لاسه زموږ هره پرګنه او هر کلي کې په زرګونو پېغلې رواني رنځونو سره مخ شوې، وژل شوې یا یې په خپل لاس خپل خواږه ځانونه له منځه وړي او خپل دنیا او آخرت یې تبا کړی دی. څومره مو اورېدلې او لیدلي،چې د همدغې فطري اړتیا او طبیعي حق په لړ کې سلګونو ځوانانو د خپلې خوښې جینکیو ته ناقانونه لاس اچولی او څومره پېغلې د خپلو پلرونو له کورو شپه په شپه وتلې او دا شان دوه کورنۍ بلکې دوه قومونه تر قتلونو رسېدلي او دښمنۍ یې آن لمسیانو او کړوسیانو ته پاتې شوې دي، دا لا څه هغه ګناوې، منکرات او فحشاوې،چې کورنیو کې د مجردانو او ناواده شویو ښځمنو د شتون له امله هره ورځ او هر شېبه پېښیږي، یقیناً چې وبال او جریمه به یې د همدې ټولنو د پلرونو، وروڼو، میندو او همداسې د هېواد او سیمې د ګردو علماؤ، حاکمانو او ټولو هغو مخورو پر غاړه وي،چې د خپلو اولادونو د حلالې نکاح د مراسمو او شرایطو اسانه کولو لپاره هڅه،هاند،دعوت او وصیت نه کوي. ایا نه ګوري چې هره کورنۍ لوڼې او زامن  لري او په هر کور کې داسې وروڼه او خویندې شته چې کوژدې او ودونو ته فوري ضرورت لري؟ ایا دا به کوم سلیم عقل ته د منلو او قناعت وړ وي،چې څوک خپله یوه دا رنګه شدیده اړتیا په خپله خوښه ځان ته دومره سخته کړي،چې ایله که په انتهایي لوی کړاو سره یې حل او ترلاسه کړای شي. راځئ موږ هریو دومره فکر وکړو،چې کوم پېټی نه د څښتن تعالی له لوري پر موږ بار شوی او نه د کوم جابر حاکم له خوا،بلکې هر سړی زښته ډېر ترې ستړی او پرېشانه هم دی، خو بیا هم موږ کې دومره همغږي نه را پیدا کېږي چې راځئ دغه چاره اسانه کړو، راځئ له دغو درنو ولورونو، شیطاني رواجونو او بې ګټې تکليفاتو تېر او د خپلو اولادونو د کوژدې او واده مراسم دومره اسانه او ساده کړو،چې فقط د دوو کورنیو ترخوښې پورې تړلې او هر سړی یې د مالي لګښتونو د ادا کولو توان ولري، پر دې اساس داسې معلومېږي چې دا مهال هر افغان په دې ارمان دی،چې کاشکې اسلامي امارت په دې اړه یو داسې جدي اقدام وکړي چې د نشه یي توکو په څېر یې په یوه فرمان سره تولې ستونزې تر صفره ورسوي. پرته له شکه دا به له هېواد او ملت سره د اسلامي امارت د قیامت تر ورځې داسې تلپاتې کارنامه وي،چې هم ځښتن تعالی ترې راضي وي او هم به د ګرد افغان ولس فرد فرد ورته دعا کوي. ایا شته داسې څوک چې د خپل مسلمان رعیت له اوږو دغه درانه بارونه کوز کړي؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button