سرلیکنې

د ټولنیزو اصلاحاتو لپاره مبارزه جدي مسؤلیت دی !

په دې کې شک نشته چې په ټولنه کې  اخلاقي فساد هغه مهلک مرض دی چې په ډېر تدریج سره له داخله تر بهرني یرغل او پردي دښمنه څو برابره زیات مشکلات او زیان رسولی او یوه ټولنه له بشپړې تبایي سره مخ کولی شي.

په دې کې شک نشته چې په ټولنه کې  اخلاقي فساد هغه مهلک مرض دی چې په ډېر تدریج سره له داخله تر بهرني یرغل او پردي دښمنه څو برابره زیات مشکلات او زیان رسولی او یوه ټولنه له بشپړې تبایي سره مخ کولی شي. تر دې پورې چې که دیني علما او نورمصلحین په دې برخه کې غفلت وکړي نوله بهرنیو دښمنانو سره جنګېدل به هم تقریباُ یوه بې نتیجې هڅه وي. ځکه ښکاره ده چې اسلامپالي مبارزین د خپلو سرونو په ځارولو سره ځکه له بهرنیو مفسدینو او کفارو سره مقابلې کوي چې غواړي خپله ټولنه کې د هغوی له خوا د فساد خپرولو فعالیتونه بند او له منځه یوسی. نو که چېرې په یوه مسلمانه ټولنه کې دننه تربهرنیانو لازیات فساد او مفسدین موجود وي، معلومه ده چې ضرر یې هم خامخا زیات وی. بناُ ویلی شو چې له هېواده د بهرنیو فساد خپرونکو ځواکونو تر شړلو وروسته د څو لسیزو قربانیو په نتیجه کې د اسلامپالو بریا او مخلصو دیني علماؤ په قیادت د اسلامي امارت قیام اصلي مکلفیت دادی چې خپل رعیت د بېلابېلو اخلاقي فسادونو او ناوړه رواجونو له بدمرغۍ وژغوري. زموږ دیني علما او ټول مخلص مبارزین باید هېڅکله اوپه هېڅ صورت یوازې پردې ځان ته قناعت ورنکړي چې د هېواد  سیاسي، نظامي او اقتصادي واک یې ترلاسه کړی او په یادو برخوکې چټک فعالیتونه نه کوي، بلکې دا هم باید ومني چې د ناوړو رواجونو لومې او ځنځیرونه به هم شکوي او د جهالت له دغسې بې ځایه التزاماتو به خپل نالوستي او نا خبره عوام کاملاً را خلاصوي. د مثال په ډول دا وخت زموږ هېوادوال د نکاح او واده غوندې یو ضروري او مشروع ټولنیز حاجت له پلوه څومره سختو ستونزو کې راګیر دي؟ آیا دا لوړ مهرونه او ترڅنګ یې سلګونه نور شرطونه او مصارف ترسره کول په سلوکې ددوو افغانانو په توان کې شته ؟ آیا له ډېرې لویې سوداګرۍ او خارجي هېوادوکې مزدورۍ او مسافرۍ نه پرته داسې لګښتونه د چا په وس کې شته ؟ په دې اساس لازمه ده چې د ټولنې په منځ کې دغه اودې ته ورته په غم او ښادۍ کې نور ناوړه رواجونه، اخلاقي فسادونه، خرافي عقیدې  او ګرد سره بد اعمال د دیني علماؤ له خوا درک او مسؤل جهتونه یې په اړه ګړندي او جدي اقدامات وکړي، څو په دې توګه جګړه ځپلی افغان ولس په رښتیني او ملموس ډول د اسلامي نظام له مزایاوو خوند واخلي او ټولنه د خوشحالۍ او نېکمرغۍ په لوري حرکت وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button