اعلاميې

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د غبرګولي په ۸ مه او ۹مه د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د اورښت، چټکو بادونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، بغلان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، غزني، میدان وردګ، بامیان، دایکنډي، پروان، پنجشېر او کاپیسا ولایتونو د سالنګونو په ګډون د اورښت، چټکو بادونو او سېلابونو اټکل شوی دی.

خبرپاڼه کې د اورښت کچه په بېلابېلو نقطو کې له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو اټکل شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button