روغتیا

د وینې پوره کولو آسانه لارې چارې

د وینې کمښت یا انیمیا انسان په مختلفو ناروغیو اخته کولی شی، خو که ښه او مناسب خوراک وکړو، نو د وینې کمښت پوره کولی شو.

د وینې کمښت یا انیمیا په بدن کې د وینې د سرو کرویاتو نشتوالي ته ویل کېږي او د دې کرویاتو دنده داده چې بدن ته اکسیجن ورسوي. په دې ناروغۍ کې د وینې هیموګلوبین کمېږي او هیموګلوبین وینې ته سور رنګ ورکونکې ماده ده.

که چېرې کوم څوک د وینې په کمښت اخته شي،نو اړینه ده چې ژر یې غم وخوړل شي، ځکه چې دا په خپله د ډېرو نورو ناروغیو پیدا کېدو ته لاره هواروي او که ښه خواړه استعمال کړو نو ستونزه حلولی شو.

انځیر او کشمش: د انیمیا د درملنې لپاره په کافي اندازه وسپنه ترلاسه کول خورا اړین وي او انځر او کشمش په وسپنه بډایه دي. کشمش د شپې لخوا په یوه پیاله اوبو کې واچوئ او سهار دا اوبه وڅښئ او کشمش یې وخورئ، که په منظم ډول دا کار وکړئ نو د وینې کمښت به مو پوره شي.

سور رنګه مېوې: هره هغه میوه چې سور رنګ لري د وینې د کمښت د پوره کولو لپاره جوړه شوې، لکه انار، انګور، مڼه او داسې نور، دا ټولې میوې له وسپنې بډایه دي او استعمال یې د وینې کمښت پوره کوي.

د سرو او شنو پاڼو لرونکي سبزیجات: لکه څنګه چې سور رنګه مېوې وینه زیاتوي، همداسې سور رنګه سبزیجات هم د وینې کمښت پوره کوي، رومي بانجان، ګازرې، چغندر او شمله مرچک په خپل خوراک کې شامل کړئ او شنه سبزیجات هم د وینې د کمښت د مخنیوي لپاره غوره لاره ده.

لبنیات: لبنیات په ویټامینونو او منرالونو بډایه دي، دا ټول اړین غذايي مواد لري، چې په هغې کې د سپنې او کلسیم یادونه کېږي چې د وینې کمښت پوره کوي.

ډاکټر عبدالصبور جبارخېل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button