ټولنه او کلتورمقالې او تبصرې

د وچکالۍ پر زياتېدو د افغان ولس اندېښنې !!!

افغانستان،چې معمولاً سخت او واورين ژمی لري، خو په سږني ژمي کې لا تر اوسه واوره نه ده شوې،چې دا د نړيوالې تودوخې د ناوړو عواقبو او يوه بل وچ کال نښه بلل کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د اقليم بدلون پر افغانستان منفي اغېزه کړې او اقتصادي سکټور کې مو کرنيز حاصلات کم شوي، مالداري مو کمه شوې، د اوبو زېرمې مو اغېزمنې شوې، ځنګلونه مو له منځه تللي، نباتات مو زيانمن شوي، ډېرو کورنيو اجباري کډوالۍ ته مخه کړې او زموږ بنسټيزې زېربناوې يې هم زيانمنې کړې دي، همدا اوس په افغانستان کې ۲۱ ميليونه وګړي پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او په ۳۰ ولايتونو کې د اوبو کيفيت خورا خراب شوی، دا ټول د اقليم د بدلون زيانونه دي، چې تاوان يې د هېواد هر وګړي ته رسېږي.

افغانستان،چې معمولاً سخت او واورين ژمی لري، خو په سږني ژمي کې لا تر اوسه واوره نه ده شوې،چې دا د نړيوالې تودوخې د ناوړو عواقبو او يوه بل وچ کال نښه بلل کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د اقليم بدلون پر افغانستان منفي اغېزه کړې او اقتصادي سکټور کې مو کرنيز حاصلات کم شوي، مالداري مو کمه شوې، د اوبو زېرمې مو اغېزمنې شوې، ځنګلونه مو له منځه تللي، نباتات مو زيانمن شوي، ډېرو کورنيو اجباري کډوالۍ ته مخه کړې او زموږ بنسټيزې زېربناوې يې هم زيانمنې کړې دي، همدا اوس په افغانستان کې ۲۱ ميليونه وګړي پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او په ۳۰ ولايتونو کې د اوبو کيفيت خورا خراب شوی، دا ټول د اقليم د بدلون زيانونه دي، چې تاوان يې د هېواد هر وګړي ته رسېږي.

په هر حال افغانستان کې وچکالي هغه دوامداره اقليمي پېښه ده، چې له امله يې په چاپېريال کې طبيعي او د هغې نقش په اقتصادي، سياسي او ټولنيز ډول يو له بل سره د برابروالي او د اوبه ييز حاصل ټيټوالی دی، وچکالي وچ اېکو سيستم په غير منظمه توګه تر اغيزې لاندې راولي، د شلمې پېړۍ له نيمايي څخه دا تاثيرات قدم په قدم زياتېږي او بېلابېلې ستونزې ورسره تړلي دي، د مثال په توګه غذايي، اقتصادي، ټولنيزې او داسې نورې ستونزې… په هر حال وچکالي او وچوالی  يو له بل سره نږدې اړيکې لري، يوازې دا نه ده،چې د باران او واورې کم اورېدل وچکالي ده، يا د اوبو کمښت، بايد نور شيان هم په پام کې ونيول شي.

په افغانستان کې د اورښت ټيټه کچه،چې ډېری وخت په زراعت پورې تړلې وي، ځينې کروندگريې دې ته اړ ايستلي،چې د واورو او باران د نه اورېدو له امله کرکیله ځنډولې چې معمولاً په اکتوبر او نووامبر مياشتو کې ډېر بزګران په خپلو زراعتي مځکو کې بېلا بېل تخمونه کري،ځکه سږ کال هېڅ واورې او بارانونه ونه شول او د ژمي موسم هم اوړي ته ورته دی. په دې اړه د چاپېريال ساتنې ادارې چارواکو هم اندېښنه ښودلې او دا کار يې د اقتصادي سرچينو پر زيان بللی، ځکه افغانستان له دې وړاندې هم د وچکالۍ دوامداره کلونه تجربه کړي او د اقليمي بدلون له امله له سختو زيانمنوونکو هېوادونو څخه يو دی.

په دې وروستيو کې د اوبو کچې په کمېدو سره د کابل ښاريانو په ګډون د هېواد په ټولو لويو ښارونو کې خلک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، په ځانګړې توګه د ګڼې ګوڼې په سيمو يا ښارونو کې خلک هم د اوبو په مصرف کې سپما نه کوي،که څه هم وړاندوينه داسې شوې وه،چې په ډسمبر مياشت کې به واورې پيل شي، خو د واورو، نه اورېدل دغه ډول يو گواښ را منځته کوي،چې نور به په غرونو کې د دوبي په تودو مياشتو کې هم د اړتيا وړ اوبو د تامينولو لپاره واورې موجودې نه وي. داچې د افغانستان ټولې سيمې له وچکالۍ سره مخامخ دي، خو د افغانستان په سويل لوېديځ کې کروندگر او تر هغه وروسته د هېواد جنوبي سيمې له سختو وچکاليو اغېزمنې شوې،حتی د سالنگ تونل ته نيژدې د هندوکش په غرونو کې هم د واورو نازک قشر ځينې سيمې داسې پوښلې،چې دا ډول وضعيت د جنورۍ مياشتې په منځ کې په دغه سيمه کې غير معمول دی، ځکه پخوا به د سالنگ تونل د ژمي په مياشتو کې په وار وار د سختو واورو له امله تړل کېده. د پسرلي په بارانونو دې هم سړی ډېر زړه نه تړي، ځکه افغانستان معمولاً په پسرلي کې د لږو بارانونو شاهد دی او هغه هم د شديدو سيلابونو په شکل،چې د مځکې حاصلخېز قشر له ځانه سره وړي او ويجاړۍ رامنځته کوي.

افغانستان ۶۹ بيليون متر مکعب اوبه لري، چې له دې څخه ۵۳ بيليون متر مکعب يې د ځمکې پر سر او ۱۶ بيليون متر مکعب يې تر ځمکې لاندې اوبه دي. د معلوماتو پربنسټ، افغانستان له دې اندازې يواځې ۲۳ بيليون متر مکعب اوبه کاروي او پاتې ۴۶ بيليون متر مکعب اوبه د تېر وخت د خيانتکارو او لوټمارانو د نه مديريت له امله خوشې ضايع کېږي، په وړيا ډول ګاونډيو هېوادونو ته بهيږي او افغانان هېڅ ډول ګټه ترې تر لاسه کولای نه شي. په تېرو لسو کلونو کې د ورښتونو کچه بيخي ټيټه وه، تر هغې چې په افغانستان کې اوبه په سمه توګه مديريت نه شي، د افغان ولس پر وړاندې پرتې ستونزې نه شي حل کېدلی.

اقليم د بدلون او يوکم پرمختللي هېواد په توګه اړتيا ده،چې افغانستان د اقليم د بدلون له مالي صندوقونو څخه د پروپوزلونو پر بنسټ خپل حقوق ترلاسه کړي او اقليم د بدلون په برخه کې پروژې عملي کړي، د خلکو د عامه پوهاوي ترڅنګ دولت بايد د اوبو د مصرف او مديريت لپاره پاليسۍ او قوانين ولري، په کور د ننه دې د اوبو د ساتنې او تبخير څخه د مخنيوي لپاره منظم سيستمونه او پاليسۍ جوړې شي، خلکو ته بايد له شرعي او اقتصادي پلوه پوهاوی ورکړل شي، تر څو د اوبو له بېځايه مصرف څخه ډډه وکړي.

که د اوبو په کارولو کې سپما و نه شي او وچکالي همداسې دوام وکړي،نو په راتلونکو کلونو کې به ناورينونه رامنځته او آن دا وېره شته لکه ۴۰ کلنې جګړې،چې ډېر خلک کډوالۍ ته اړ کړل، وچکالي همداسې خلک کډوالۍ ته اړ کولای شي، افغانستان کې له ډېره بده مرغه د اوبو ناسم مديريت او وچکالي د انساني ژوند پر وړاندې يو له سترو ګواښونو بلل کېږي، ځکه د وچکالۍ او موسمي بدلونونو له امله فقر او لوږه را منځته کېږي او دا بيا د دې لامل ګرځي،چې خلک خپلې سيمې پرېږدي او نورو سيمو ته د کار روزګار، خوراک، څښاک او ښه ژوند په لټه کې کډوالۍ ته اړ شي، څکه نږدې ۱۵ ميليونه وګړي يې په کليو او بانډو کې د کرنې له لارې د ورځني ژوند اړتياوې پوره کوي، نو وچکالي ورته په هر حالت کې ګرانه تمامېدای شي.

نو جدي اړتيا ليدل کېږي، چې د وچکالۍ له ښکارندې سره د مبارزې په پار په کور د ننه په ټوليزه توګه د اوبو د بې ځايه مصرف څخه ډډه وشي او د رسنيو له لارې دې د وچکالۍ د اغېزو او مخنيوي لپاره هېوادوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شي، ځکه له وچکالۍ سره مبارزه زموږ د ټولو انساني او ايماني وجيبه ده، دغه راز دولت هم مسئوليت لري،چې تر ځمکې لاندې اوبو ته منظم او دقيق پلانونه تر کار لاندې ونيسي، که څه هم اوس د هېواد په کچه د اوبو د ذخيره کولو لپاره چک ډيمونه جوړېږي، خو دا چاره د ګڼ نفوسه ښاريانو لپاره بسنه نه کوي، حکومت بايد د هېواد د پرېمانه اوبو مديريت ته لومړيتوب ورکړي.

همدا اوس په نړيواله کچه د اقليمي بدلونونو له اغېزو سره د مقابلې لپاره ډېری هېوادونه لاس په کار شوي او د ځمکې په سر او تر ځمکې لاندې اوبو په کنټرولولو سره يې د عامه پوهاوي د پيغامونو په خپرولو او د لنډمهاله او اوږدمهاله تګلارو د چمتو کولو هڅه کوي، د اقليمي بدلون له منفي اغېزو سره د مبارزې لپاره اړينې تابياوې نيسي!

راشد آرين

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button