مقالې او تبصرې

د وریښمو سوداګریزه لاره له ټولـو کـم لګښته او نږدې ده

نن سبا هیواد کې په بنسټیزو پروژو پانګونه کولی شي د ګران افغانستان اقتصادي بنسټونوته ورځ تربلې او په تدریج سره یعنې په لنډمهال، منځ مهال اواوږدمهال کې وده ورکړي اوافغان پتمن اوغیرتي ولس هم له ګڼ شمیر اقتصادي ستونزو څخه وژغوري، چې دا واقعا دسیمې اونړۍ له هیوادونوسره دهراړخیزو اړیکو اوهمکاریو په ټینګښت کې شونې ده، البته د سترو اقتصادي پروژو په لړ کې چې یوه له دغوپروژوڅخه هم د ټاپی پروژه ده چې دګازونل لیکه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لاری پاکستان اوهندوستان ته غځوي، ترڅنګ یې بله پروژه هم دواخان دهلېــز يــا ورېښــمو لارې سره د نښــلولو پروژه ده.

نن سبا هیواد کې په بنسټیزو پروژو پانګونه کولی شي د ګران افغانستان اقتصادي بنسټونوته ورځ تربلې او په تدریج سره یعنې په لنډمهال، منځ مهال اواوږدمهال کې وده ورکړي اوافغان پتمن اوغیرتي ولس هم له ګڼ شمیر اقتصادي ستونزو څخه وژغوري، چې دا واقعا دسیمې اونړۍ له هیوادونوسره دهراړخیزو اړیکو اوهمکاریو په ټینګښت کې شونې ده، البته د سترو اقتصادي پروژو په لړ کې چې یوه له دغوپروژوڅخه هم د ټاپی پروژه ده چې دګازونل لیکه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لاری پاکستان اوهندوستان ته غځوي، ترڅنګ یې بله پروژه هم دواخان دهلېــز يــا ورېښــمو لارې سره د نښــلولو پروژه ده. هیره دې نه وي چې  دورېښــمو له لارې له چين سره دافغانســتان نښــلول، دســيمې هيوادونــو سره د افغانستان دسوداګريزې راکړې ورکړې او عوایدو په زياتــوالي کــې هم خورا مهــم رول لــري، له څنګه چې په دې وروستیو کې دصنعت او ســوداګرۍ وزارت مسوولینوویلي، اسلامي امــارت او چين لېوال دي، چــې ډېر ژر دواخان دهلېــز يــا ورېښــمو لارې سره ونښــلول شي، البته د ورېښــمو له لارې له چين سره د افغانســتان نښــلول، دســيمې هيوادونــو سره د افغانستان دسوداګريزې راکړې ورکړې اوعوایدو په زياتــوالي کــې مهــم رول لــري او بلــه خــوا چــین لــه ايــران او عــربي هېوادونــو سره نښــلوي، د افغانانو يــوه پخوانــۍ هيلــه او خــوب د واخــان دهلېــز لــه لارې لــه چــین سره نښــلول دي، چې کارونــه کابــو بشــپړ شـوی او دواړه لـورې هـم افغانسـتان او هــم چــین لیوالتیا لري چې وکــړای شــي د واخــان دهلېــز لـه لارې سره وصـل شي.»

دسـوداګرۍ او پانګونــې خونــه هــم پــه دې بــاور ده، چــې د واخــان دهليــز لــه لارې د ســيمې لــه هيوادونــو سره د افغانســتان نښــلول، د ســيمې لــه هيوادونــو سره د افغانســتان د ســوداګرۍ لــه ټولــو کــم لګښــته او نــږدې لاره ده. د اقتصـادي چارو کارپوهان هــم څرګنــدوي: « د واخــان دهليــز لــه لارې لــه چین سره د افغانســتان اقتصــادي نښــلول، د دواړو هيوادونــو ترمنــځ د ســوداګريزو راکــړې ورکــړې لــه لارې کــولای شي چــې د افغانســتان پــر اقتصــاد خپلــه اغېــزه ولــري.

هېره دې نه وي چې د وریښمو تاریخې او لرغونې لارې په هکله د ځینو قدرمنولیکوالانو په څیړنیزو لیکنوکې هم داسې یادونه شوې ده:

« د وریښمو لار زمونږ په هیواد کې یوه لرغونې او داقتصاد له پلوه ارزښتمنه لار ده، دغه لار چې څو سوه کیلو متره یې پر نني افغانستان تیره شوې وه، د تاریخ په اوږدو کې حاکم دولتونو او حکومتونو لپاره یې اقتصادي، سیاسي، نظامی او تجارتی اهمیت درلود، دغه لاره چې د څلورو سترو سترواکیو ترمنځ د پیل او پای لاره وه، له ډیرو نورو هیوادونو او مدنیتونو څخه تیریده او هر یو هیواد په خپل وار سره له دغې لارې نه اقتصادی ګټه ترلاسه کوله، چا پرې خپل تجارتي توکي لیږدول او رالیږدول او ځینو هم له نورو هیوادونو نه د ژوندانه اړین شیان پیرل او له دې لارې یې خپلو هیوادونو ته راوړل او بیا ځینو نورو د خپل هیواد کورني محصولات او تولیدات نورو بازارونو ته رسول.

کوشاني سترواکې ددغې لارې په تجارت، اقتصاد او سیاست کې یې ښه ونډه درلوده او دې لارې هم دې سترواکۍ ته ښه موقعیت ورکړی وو، د بیلابیلو هیوادونو سوداګراو کاروانونه هم له دې لارې په حرکت کې وو، ډیری میشتو خلکو په دې لاره د ټرانزیټ له لارې او همدارنګه (پیر) دپلور له امله ډیره ګته ترلاسه کوله، همداراز د باختر، هند، چین، او د روم سترواکیو صنایع او محصولاتو ته هم بازارموندنه کیدله، هماغه څه چې ډیردغور وړ دي، هغه هم د لارې د امنیت تامین او خوندیتوب مسئله ده، چې تجارتې کاروانونه اوسوداګریزو توکو په لیږد رالیږد کې یې ستره ونډه درلوده.

د وریښمو دلارې تاریخي شالید:

د لومړي ځل لپاره پر ۱۸۷۷ م کال د الماني جغرافیه پوه فن ریختوفن ( Von Richthofen) د چین څخه د لویدیځ پرلورد تجارت د توصیف لپاره یې د وریښمو لار اصطلاح رامنځته کړه، ځکه چې وریښم با ارزښته قیمتي او له ډیرو نورو شیانو څخه د خلکو د خوښې وړ او خوښ توکي وو.

د وریښمو لار یوه له مهمو او ارزښتمنو تجارتي، اقتصادي او سیاسي لرغونو لارو څخه شمیرل کیږي، چې د ختیځوالو او لویدیځوالو مدنیتونه، فرهنګونه او مفکورې سره یوځای کوي ، دغه لار د مدیترانې له ختیځو څنډو پیلیده او دچین تر زړه پورې رسیده، چې په یوه روایت  ۷۰۰۰ کیلومتره او په بل روایت یوولس زره کیلو متره اوږدوالی یې درلود.

ددغې لارې لرغونتوب  ۵۵۰۰ کلونو ته رسیږي، ځکه چې د بدخشان لاجورد هم له همدې لارې ختیځ او لویدیځ ته لیږدول کیدل…»

همداشان ویل شوي،« چې ګران افغانستان د آسیا په زړه کې حساس، جغرافیوی او ستراتیژیک موقعیت لري، چې له یوې خوا د هند وچه او له بلې خوا د منځنۍ آسیا او منځني ختیځ سره نښلوي، چې د همدې سیمو ترمنځ یې د یوه ارتباط ورکوونکي پل نقش خپل کړی دی.

ګران افغانستان د همدې حساس جغرافیوي موقعیت په لرلو سره د خاص ستراتیژیک موقعیت لرونکی هم دی او ددې هیواد دنګو او سرکښو غرونو په باب ویل شوی، چې دا لوړ غرونه ددې ویاړلې خاورې عظمت او ښیرازۍ او دلویو ښارونو؛ کابل، جلال آباد، کونړ، پکتیا، پکتیکا، غزني، کندهار، هرات، بدخشان، غور او بامیان لپاره ستراتیژیکي پوځي او حربي ارزښت هم لري او دا لوړې څوکې او ګړنګونه د شمالي او سهیلي آسیا ترمنځ حاییل او زمونږ د ولسونو نه ماتیدونکي سنګرونه ګڼل کیږي…»

بنآ په ټوله کې باید وویل شي چې د ګران افغانستان هدف تل وصل دی، افغانان د وصل خلک دي، نه د بیلوالي، اوس افغانستان نه یواځی له نورو هېوادونو سره هوایې دهلیزونه لري، بلکې د مځکې له لارې هم له ډیرو هېوادونو سره نښلول شوی، انشا‌ء الله چې ډیر ژر به افغانستان د سیمې او نړۍ د ټرانزیټ او سوداگرۍ پر ستر مرکز او څلور لارې هم را بدل شي، او په ټوله کې گاونډي هېوادونه هم کولی شي، چې له دې لارې گټه پورته کړي او د سیمې او نړۍ په سوداگرۍ کې ونډه واخلي او ناوړې پالیسي او مغرضانه کړنو پرځای د سیمې او نړۍ په ستر اقتصادي مارکېټ کې سیالي وکړي، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې جدایي نه ده غوښتې، بلکې هر وخت یې هڅه کړې چې د نړۍ د وصل نقطه شي او اړیکې ورغوي.

البته په سرلوړي افغانستان کې د واخان دهلیزیا ورېښــمولارې په څیر لسگونه نورې لارې هم شته چې په ترڅ کې به یې دا هیواد په پښو ودریږي. په هر حال د ورېښــمو لارې نښلول د افغانستان ټرانزیټی اهمیت لا پرغوړیدا راولي، ځکه د کارپوهانو په باور، د واخــان دهلیزیا ورېښــمولار لــه لارې دســيمې لــه هيوادونــو سره دافغانســتان نښــلول، دســيمې لــه هيوادونــو سره د افغانســتان دســوداګرۍ لــه ټولــو کــم لګښــته او نــږدې لاره بلل شوې ده.

هیله ده چې د اړوندو هیوادونو د مسوولو ارګانونو ترمنځ د هراړخیزې هوکړې پربنسټ لازمې چارې پرمخ لاړې شي او ژر تر ژره دغه لاره سره ونښلول شي ترڅو اړوند هیوادونه ترینه غوره اقنصادي ګټې ترلاسه کړي.

بنآ په ټوله کې غوره دا ده، چې د سیمې ټول هېوادونه خپل گټې د افغانستان په ثبات، سوله او سوکالی کې ولټوي، له دې پرته ناوړې پالیسي او دبل په کورنیو چارو کې له لاسوهنو د گټو پورته کولو مهال پای ته رسیدلی او ځای یې متقابل همکارۍ او گډې سوداگرۍ نیولی دی، پردې بنسټ افغان سوداگرهم باید له دغه فرصته غوره گټه واخلي او د افغانستان په اقتصادي پرمختگ کې خپل مسوولیتونه ادا کړي.

هیره دې نه وي چې افغان پتمن ولس د اسلامي امارت داقتصادي بنسټونو دپیاوړتیا او ورځ تربلې په بیلا بیلوبرخو کې هېواد ته دودې اوپرمختگ د زمینې دمساعدیدو په موخه یې د لاهڅو غوښتنه کوي او ددې هیله لري چې د افغانستان د اسلامی امارت مشرتابه ته دې پاک الله(ج) لا هم توفیق ورکړی چې د گران افغانستان  او جگړه ځپلیوافغانانو د شته ستونزو د حل په برخه کې خپلی هلی ځلی او بی دریغه کوښښونه جاري وساتي چې له امله یې هم په ټول هېواد کې ډاډمن ثبات پایښت لرونکی شي او هم پتمن هېوادوال چې نن سبا له سختو اقتصادي ننګونو سره لاس او ګریوان دي، دوۍ هم له هرراز ستونزو څخه وژغورل شی او بالاخره ټول افغانان د نړۍ د نورو هېوادونو د اوسیدونکو په څیر په خپل پلرني هېواد کې د هوسا او بسیا ژوند خاوندان شي او لا هم په هېواد کې د هرراز سترو اقتصادي پرژو د عملي طرحو او تطبیق په لړ کې په هېواد کې دننه گڼ شمیر هېوادوالو ته د سالم کار او روزگار د زمینې د مساعدیدو تر څنگ په ټولیزه توگه هېواد ته پریمانه اقتصادي گټې ور په برخه شي چې له امله یې د هېواد ژوبل او کمزوری اقتصاد ورځ تر بلې پیاورړی شي، وده، ترقی او پرمختگ وکړي او مظلومه افغانان هم له شته هرراز اقتصادي ننګونو څخه چې نن سبا ورسره لاس او ګریوان دي ژر تر ژره وژغورل شي.

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button