
د وروستيو سيلابونو د تلفاتو په هکله د اسلامي امارت د تسليت پيغام
اسلامي امارت په هېواد کې د ورستیو اورښتونو او سېلابونو له کبله له ځپل شویو کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ له یادو کورنیو سره د مرستې لپاره اړوندو ارګانونو ته د ټولو امکاناتو د کارولو امر کړی دی.
اسلامي امارت په هېواد کې د ورستیو اورښتونو او سېلابونو له کبله له ځپل شویو کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ له یادو کورنیو سره د مرستې لپاره اړوندو ارګانونو ته د ټولو امکاناتو د کارولو امر کړی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل تویتر کې ویلي، چې (په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د میدان وردګو ولایت جلریز او د کابل ولایت پغمان ولسوالیو او ځینو نورو سیمو کې د سېلابونو له امله زموږ ګڼ شمېر هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.)
مجاهد زیاته کړې، چې (د مالوماتو له مخې یوازې د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې ۲۲ تنه هېوادوال شهیدان او لسګونه نور نادرکه شوي دي او یو لړ مالي زیانونه هم اوښتي دي.)
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې اسلامي امارت د دې پېښې له امله د تلف شويو کورنیو او خپلوانو ته تسلیت وايي، شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپيانو ته عاجله شفا غواړي. سرچینې زیاته کړې، چې د اسلامي امارت اړوند ارګانونه او مرسته کوونکي مؤسسات دې د یادو سیمو خلکو ته په عاجله توګه خپلې مرستې ورسوي او د متضررینو د درملنې او سرپنا پیدا کولو لپاره دې خپل ټول امکانات وکاروي.