مقالې او تبصرې

د وخت اهميت او زموږ غفلت !

16 / 100

ابن مسعود( رض) وايي: په ټول ژوند کې په هغه ورځ پښېمانه يم، چې لمر ولوېد خو ما په کې زيات عمل ونه کړ.خليل بن احمد بصري (رح)وايي: پر ما باندې هغه ساعت ډېر دروند دی، چې زه خوراک په کې کوم؛ ځکه خوراک زما وخت ضايع کوي.ابو يوسف (رح) وايي: زوی مې وفات شو، تدفين او تجهيز مې قریبانو ته ور وسپارل، له دې امله چې د امام ابو حنیفه (رح) درس رانه پاتې نه شي.

عبید بن يعيش(رح) وايي: ما په ۳۰ کلونو کې په خپل لاس ډوډۍ نه ده خوړلې، بلکې خور به مې په خوله کې ګوله راکوله او ما به حديثونه ليکل.

امام ثعلب نحوي(رح) په لاره باندې د تګ پر مهال کتاب مطالعه کاوه؛ چې په يو کډي(خرابه ځمکه) کې ولوېد او دغه لوېدل يې د مړينې لامل هم شو.

ابو محمد عبد الرحمن ابن شريح انصاري(رح) وايي: ما ابو القاسم بغوي(رح) ته حديثونه روايت کول او سر يې زما پر ځنګنو ايښی و، ما ورته وويل څومره نور لا ووايم؟ خو ده ځواب را نه کړ، ما چې وخوځاوه دی مبارک وفات شوی و.

خطيب بغدادي(رح) به هم په لاره باندې د تګ پرمهال د کتاب مطالعه کوله.

امام فخر الدين رازي(رح) وايي: قسم په خدای! په هغه وخت باندې ډېر تأسف کوم، چې زه خوراک په کې کوم ځکه وخت ډېر قېمتي دی.

ستر مؤرخ ابن عديم الحلبي(رح) به په سفر کې په دابه (سورلۍ) سپور و او کتاب به يې لیکه یا لیکو.

امام نووي (رح) وايي: دوه کاله مې په ځمکه د آرام په خاطر اړخ نه دی لګولی، ده به په شواروز کې يو ځل خوراک او څښاک کاوه.

شمس الأيمه امام سرخسي (رح) په څوارلس کلنه زنداني دوره کې دڅاه له تله څخه خپلو شاګردانو ته درس ورکاوه او هغوی به ليکل، په دې موده کې يې په ۳۰ ټوکه کې لوی کتاب «المبسوط» وليکل.[قيمة الزمن عند العلماء]

شیخ جمال الدين قاسمي(رح) په قهوه خانې مخې ته ودرېد، هلته ځينې کسان په لهو لعب بوخت وو؛ نوموړي په تأسف سره وویل«کاشکې وخت داسې شی وای، چې پلورل کېدای، ما به نن له دغه کسانو څخه د دوی ټول وختونه پېرلي وای!

د شپږمې پېړۍ ستر عالم ابن جوزي رح خپل زوی ته داسې نصيحت ليکلي: زويه! په دې پوه شه چې ژوند له څو ساعتونو څخه او ساعتونه له څو شیبو جوړ دي، پام! د هرې شيبې داسې قدر وکړه چې هېڅ يوه ساه درڅخه ضايع نه شي، له بېکاره ژوند څخه ډډه وکړه، په ځان کې د کار کولو عادت پيدا کړه او له قیمتي ژونده په ګټه د راتلونکي لپاره خزانه برابره کړه چې بيا په تېر وخت پسې ارمان ونه کړې.

په نن زمانه کې خلک، په ځانګړې توګه ځوان نسل خپل ارزښتناک وخت په عبثو شيانو کې لګوي، د وخت په ارزښت نه پوهېږي، دوی په داسې وسايلو او داسې ځايونو پسې ګرځي چې پر مټ يې څه وخت تېر شي.

سپارښتنه! رسول الله(ص) فرمايي: زما د امت عمرونه به له۶۰ – ۷۰ کلونو پورې وي، ډېر کم به داسې کسان وي چې عمرونه يې له ۷۰ کلنۍ څخه پورته شي [ترمذي او ابن ماجه]

تردې مهاله خو مو د ژوند ډېره برخه ضايعه کړې ؛ دا پاتې لږ برخه باید ارزښتناکه وبولو او نور يې په عبثو شيانو کې برباد نه کړو.

که غواړئ چې خپل وخت له ضياع څخه وژغورئ؛ نو خپل وختونه منظم کړئ، ګټورو کارونو ته مخه کړئ، د ځان لپاره هدف معلوم کړئ، د اسلافو تاريخونه مطالعه کړئ، له بې کاره ملګرو سره اړيکه پرې کړئ او له دې ټولو سره هميشه دا فکر وکړئ، چې د ډېر کم وخت لپاره دې نړۍ ته د مسافر په توګه راغلی يم، بېرته به ځم، کله چې له ژوند څخه سترګې پټې کړم؛ نو د برزخ او قبر وخت هم ډېر اوږد دی، له هغه وروسته به د رب په وړاندې حساب ته وړاندې کېږم او تر هغه پورې به مې قدم تر قدم تېر نه شي، تر څو

چې پوښتل شوی نه يم «عمر او ځواني دې په څه کې تېره کړه؟» په همدې هيله…

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button