سرلیکنې

د واک او قدرت امتحان !

الله تعالی د انساني نوعې له پيدايښت سره يو ځای امتحان او ازمېښت هم پيدا کړی دی، امتحان يوازې د انه دی، چې يو څوک ناروغ، نېستمن او په تکليف اخته شي، بلکې ښه روغتيا، شتمني، حاکميت او خوشحالي هم امتحان او ازمېښت دی.

الله تعالی د انساني نوعې له پيدايښت سره يو ځای امتحان او ازمېښت هم پيدا کړی دی، امتحان يوازې د انه دی، چې يو څوک ناروغ، نېستمن او په تکليف اخته شي، بلکې ښه روغتيا، شتمني، حاکميت او خوشحالي هم امتحان او ازمېښت دی.

رښتيني بريالي هغوی دي، چې يو حالت يې هم له خپل مسير او هدف څخه ونه ګرځوي. شل کاله، چې افغان ملت د اسلامي امارت په مشرۍ امريکا او لوېديځې نړۍ سره يوه ناانډوله جګړه پر مخ وړه او په دې لاره کې يې ډېرې ستونزې او کړاوونه وګالل؛ خو له نېکه مرغه بريا د افغان ملت په برخه شوه.له دې وروسته د افغان ملت د چارو واګي د اسلامي امارت په لاس ورغلي، که څه هم په مجموع کې د اسلامي امارت لوړ رتبه او ټيټ رتبه چارواکي له خيانت او اداري فساد څخه پاک دي؛ خو په ځينو مواردو کې له بيت المال او ملي شتمنیو سره د ځينو ملګرو له ناسم چلند څخه شکایتونه کېږي.

د بېلګې په ډول له اړتيا پرته دولتي موټر په ډېر تېز رفتار سره چلول، بې ځايه ډزونه/ټکان او په شخصي کارونو کې د بيت المال د وسايطو او اجناسو کارول.

هغوی چې د دغه ډول کړنو کوونکي دي، بايد پوه شي چې مسير او هدف يې غلط کړی، بيت المال د ټول ملت ګډه او مشترکه شتمني ده او د‌ هر افغان حق په کې دی.

له بيت المال څخه ناوړه استفاده نه يوازې د ملت خوا بدوي، بلکې د الله د ناخوښۍ او د دنیا او آخرت د ناکامۍ لامل هم ګرځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button