اقتصاد

د هېواد په کچه ۶۰۰ مخابراتي پایې لګول شوې

و معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، چې د اسلامي امارت د بیاراتګ وروسته په تېرو دوو کلونو کې دې وزارت د افغانستان په لرو پرتو ولسوالیو او کلیو کې شاوخوا ۶۰۰مخابراتي دستګاوې نصب کړي دي.

و معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، چې د اسلامي امارت د بیاراتګ وروسته په تېرو دوو کلونو کې دې وزارت د افغانستان په لرو پرتو ولسوالیو او کلیو کې شاوخوا ۶۰۰مخابراتي دستګاوې نصب کړي دي.د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزی زیاتوي،چې دا ۵۹۱ پایې په داسې سیمو کې فعالې شوې،چې پخوا یې اوسېدونکي له هر ډول مخابراتي چوپړتیاوو بې برخې وو.ښاغلی الکوزی څرګندوي چې اترا ۲۷۹ داسې سیمې هم په نښه کړې چې لاروي پر تګ راتګ کوي، خو ټلیفوني شبکې په کې کار نه کوي. ده ویل چې دا سیمې داسې دي چې ټلیفوني شبکې په کې په سختۍ کار کوي او یا پرې لاروي د مخابراتي شبکو له کمزوري کار ګیله لري.یاده کوو چې د اسلامي امارت له بیاراتګ وروسته ګڼې سیمې په مخابراتي شبکو پوښښ شوي او اترا د مخابراتي شبکو د انټرنټ او غږیزو اړیکو د بیو د کمښت ژمنه هم وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button