سرلیکنې

د هېواد د پرمختګ لپاره د عوامو همغږي اوهمکاري اړینه ده

څرګنده خبره ده چې انساني ټولنه خپل ځاني ضرورتونه، عادات او خواص لري. تر دې چې که له یوې خوا د خپلو انګېرنو، خپل عزت او نورو معنوي ارزښتونو د ساتنې لپاره فکرمن وي، همداسې د خپلو مادي اړتیاوو او ستونزو د اواري لپاره هم اندېښمن دي. مطلب دا چې په هره یوه برخه کې چې هر څومره فشار ورباندې راځي په هماغه کچه یې په حرکت راولي- مثلاً که څوک ډېر وږي شي، ښایي تر ډېره یې ونه زغمي او په هره ممکنه طریقه د خوراک ترلاسه کولو هڅه وکړي تر دې چې په ډېرو مواردو کې به ناجایزو لاروته هم لاس اچوي- په دې لړ کې بیا د نړیوالیتوب اوسنی سیستم چې د فرد، فرد اړیکې یې سره نښلولې دي، بهرنیو مغرضو ته یې د اړوکسانو استخدامول انتهایی په ډېرو آسانه کړي، همدا وجه ده چې کله په یوه هېواد کې اقتصادي بحران منځ ته راځي نو که هرڅومره صالح نظام پرې واکمن وي، بیا هم غټ شمېر وګړي په مخالفت لاس پورې کوي او ډېر ژر هماغو مخالفینو ته د بهرنیو مغرضینو مرستې هم رارسیږي او نظام ته خورا لوي سرخوږي جوړ وي.البته په ټولنه کې طبعاً داسې کسان هم ښه ډېر وي چې که معنوي ارزښتونه یې په ښه توګه خوندي وي نو ترخپلې وسې د مادي ستونزو ګاللوته غاړه ږدي او په لږو امکاناتو هم صبر کوي. خو څرنګه چې حتماً ځینې کسان مطلقاً ماده پرست او له معنوي اړخونو کاملاً بې پروا وي نو د همدوي د مخالف حرکت له امله په ټولنه او نظام کې اخ وډب اولانجې منځ ته راځي او ډېر درانه درانه جرایم، فسادونه، وحشتونه او ظلمونه راڅرګندیږي، په همدې اساس دا وخت زموږ لومړیتوب دادی چې د خپلو خواري کښو ولسونو پرمټ د هېواد اقتصادي تنظیم لپاره داسې پلانونه وسنجول شي چې خپله موجوده بشري قوه، استعدادونه او شته وسایل په کار واچوو او خپلو ګردسره تولیدي او پرمختیایي ډګرونو کې له صفره کار پیل کړو- ځکه افغان ملت تېرو شلو کلو کې د پردیو له خوا جوړ شوی اقتصادی سیستم ښه ډېر تجربه کړ او زموږ هر فرد دې پایلې ته ورسېد چې بهرني مشاورین او بهرني پلانونه هیڅکله موږ پرخپلو پښو نه شي درولي. بلکې نه یوازې داچې موږیې پرځان بسیانه کړو، برخلاف زموږ زاړه اقتصادي سیستمونه یې راونړول او موږ یې ترپخوا څو برابره زیات بهرنیو مرستوته محتاج کړو. بناء پر دې اوس مهال د هر افغان دیني او ملي مسئولیت دی چې د هېواد خپلواکۍ ساتلو او تکمیل په احساس د استحکام او اقتصادي ټېکاو لپاره له حکومت سره هر اړخیزه همغږي او ملګرتیا وکړي. ځکه دا حقیقت له هیڅا پټ نه دي چې که د عوامو همغږي او همکاري نه وي نو یوازې حکومت هیڅ پرمختګ نه شي کولی البته د اقتصادي فعالیتونو د تنظیم او ترقي لپاره بیا د خصوصي سکتور ونډه ان له حکومته هم زیاته ده. د مثال په ډول که سوداګر، کروندګر او صنعت کاران خپله ټوله توجه یوازې پر هغو توکو متمرکزه کړي چې د عام ولس لومړنۍ اړتیاوې ګڼل کیږي، نو پرته له شکه چې زموږ ګرد هېوادوال به د خپلو اصلي ضرورتونو له پلوه ډېر زر په کور بسیا شي لنډه داچې په یادو مواردو کې لازم پرمختګ موږ دپر د یو له احتیاجه خلاصوی، فساد او نا امني له منځه وړي، خپلواکي مو بشپړوي او د سیالانو په کتارکې مو دروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button