اقتصادټولنه او کلتورسیاست او دولتهیواد

د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د چارواکو لخوا د ګڼو پروګرامونو لرلو خبر

د افغانستان د اقتصاد سرپرست وزیر وايي، چې اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګڼ پروګرامونه په نظر کې لري او د دغو پروګرامونو په لاره اچولو لپاره هڅې کوي.

د افغانستان د اقتصاد سرپرست وزیر وايي، چې اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګڼ پروګرامونه په نظر کې لري او د دغو پروګرامونو په لاره اچولو لپاره هڅې کوي.

هغه دغه خبرې په کابل کې د افغانستان-ایران ګډ څلور ورځني نندارتون جوړې شوې غونډه کې وکړې.

د نوموړي په وینا، په دې نندارتون کې ټولې ۹۴ غرفې ایښودل شوي، چې ۳۰ یې ایراني سوداګرو ته ځانګړي شوي دي.

نندارتون راغلي یو شمېر ګډونوال د کابل او تهران تر منځ د سوداګریزو چارو د لا پراختیا په لپاره د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل مهم ګڼي.

په ورته وخت کې په کابل کې د ایرن مرستیال سفیر غلام رضا نجاري وایي، هېواد یې هڅې کوي چې له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي.

غلام رضا نجاري ډاډ ورکوي چې د ایران ویزې صادرولو په برخه کې به د افغان سوداګرو ستونزو رسېدنه وشي.

ایران او افغانستان دواړه کوښښ کوي، چې په خپلو منځنو کې پر نورو برخو سربېره په سوداګرۍ کې هم ښې او ژورې اړیکې ولري.

ایران تر دې وړاندې هم په ځلونو ځلونو له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او په وینا یې د دواړو هېوادونو تر منځ باید سوداګري اسانه او شته ستونزې له منځه لاړې شي او هم دغه هېواد وکړی شي چې په خپل ګاونډي هېواد افغانستان کې په ډاډمنه فضا کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button