
اقتصاد
د هېواد اقتصادي پرمختګ؛ افغانستان کې د انفلاسیون کچه بې سارې ټیټه شوې
د احصايې نړۍ څېړنیز مرکز تازه څېړنه کې ویلي، چې افغانستان کې د انفلاسیون کچه منفي یو (%1-) ته راټیټه شوې ده. د دې څېړنې پر بنسټ افغانستان کې د توکو بیې په بې ساري ډول راښکته شوې دي. دې څېړنه کې افغانستان د ډېرو پرمختللو هېوادونو څخه د انفلاسیون په کنټرول کې وړاندې راغلی دی. د اقتصادي چارو شنونکي وايي، چې ا.ا په ډېر بحراني حالت کې د هېواد اقتصادي وضعیت کنټرول کړ او اوس یې د اقتصادي پرمختګ لپاره کوټلي ګامونه اخیستي دي او لا دې برخه کې د مخته تګ په حال کې دي. شنونکي زیاتوي، چې اقتصادي برخه کې د ا.ا لاسته راوړنې په سیمه او نړۍ کې کم سارې دي.