ټولنه او کلتور

د هیواد په سطحه ستر اسلامي پوهنتون جوړیږي

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم پرون په سپېدار ماڼۍ کې هېواد ته د پوهنتونونو د استادانو او اکاډمیکو کارکوونکو د راستنېدو په مراسمو کې وویل؛ چې دغه وزارت د پوهنې ودې ته ژمن دی او هڅه کوي یو لوی اسلامي پوهنتون جوړ کړي.په دې غونډه کې ندیم په هیواد کې په بېلابېلو برخو کې د ماسټرۍ او دوکتورا د پروګرامونو د جوړولو اعلان وکړ او زیاته یې کړه؛ چې له دوو میاشتو راهیسې پر دغه پروګرام کار پیل شوی دی.د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وايي؛ ۴.۵ سلنه هغه استادان؛ چې د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره بهر ته تللي وو؛ بېرته راستانه شوي دي.د هغه په وينا؛ دا مهال شاوخوا ۲۰۰ استادانو په علمي سفرونو بهر ته سفرونه کړي او شاوخوا ۱۵۰ استادانو د لنډ مهاله کورسونو د تدريس په موخه بهر ته سفرونه کړي دي.د باختر آژانس د خبرله مخې؛ سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير هم په دې کتنه کي وويل؛ چې په پوهنتونونو کې د سياسي، قومي، مذهبي، سمتي او ژبني تعصبونو مخه نيول شوې او اوس پوهنتونونه د علومو د زده کړې ځاى ګرځېدلى دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button