ټولنه او کلتور

د هیواد ویښ استخباراتي ځواک

ټولو ته څرګنده ده چې هر هیواد د خپلو پټو او ښکاره دښمنانو د توطیو د دفع کولو، د شر او فساد د ختمولو او د هیواد د خلکو، نظام او قانون پر وړاندې، د بدمرغه او ناوړه مرموزو تکتیکي لوبو د مخنیوي لپاره، د استخباراتو یا ملي امنیت په نامه ستر ارګانونه او ادارې لري؛ تر څو خپل هیواد او خلک د دښمنانو د مرموزو لومو او ناوړه پلانونو له شره وژغوري.

ټولو ته څرګنده ده چې هر هیواد د خپلو پټو او ښکاره دښمنانو د توطیو د دفع کولو، د شر او فساد د ختمولو او د هیواد د خلکو، نظام او قانون پر وړاندې، د بدمرغه او ناوړه مرموزو تکتیکي لوبو د مخنیوي لپاره، د استخباراتو یا ملي امنیت په نامه ستر ارګانونه او ادارې لري؛ تر څو خپل هیواد او خلک د دښمنانو د مرموزو لومو او ناوړه پلانونو له شره وژغوري.

اوسنۍ نړۍ کې ددې ډلو ځینې یې په داسې حد کې دي چې نه یواځې داچې خپل هیواد یې په بشپړ ډول تر کنترول لاندې ساتلی، بلکې پر سیمه او نړۍ  کې یې هم استخباراتي لومې خپرې کړې او د خپلو فکري، نظامي او ایډیالوژیکو موخو د ترسره کیدو او د خپلو مخالفینو د سانسور، مهار او آن له منځه وړلو لپاره خوځنده کارونه مخته وړي.

تاسو به په دې لنډه موده کې د اسرائیلي موساد، د روسيې kgb، د امریکا cia او….. نومونه او د هغو د مرموزو خوځښتونو په هکله تبلیغات اوریدلي وي،  چې د خپل هیواد تر پولو ور آخوا یې په دریمو هیوادونو کې هم د خپلو بړیڅو پر مټ مخفي ویجاړوونکي پلانونه هدف ګرځولي دي.

داچې د ا. ا. ا له سقوطه وروسته دلته د امریکا په مشرۍ د نړیوالو حشرباڼو له خوا یو لاسپوڅی نظام ترسیم او په عمل کې پیاده شو، له الف څخه بیا تر یا پورې یې دغه مخفي برخه د نړیوالو اشغالګرو تر مخامخ سیوري لاندې وه او د هیواد د منافعو په ساتلو کې یې  هیڅ ډول استقلالیت  نه درلوده.

کله چې لاسپوڅی رژیم را وپرځول شو او پر هیواد د آزادۍ خپلواک توغ هسک رپاند شو، نو ا. ا. ا یادې ادارې ته بشپړه پاملرنه وکړه.

د ا. ا. ا استخباراتي دستګاه د بهرنیو استخباراتي ادارو لخوا په لوړه او ټیټه کچه ټولې مرموزې لوبې خنثا او د دښمنو کړیو پټ او ښکاره پلانونه یې په نطفه کې له منځه یووړل.

دغې ادارې نه یواځې د بهرنیو استخباراتو لخوا  د خوارجو او لنډغرو په مټ د تر سره کیدونکو لویو بریدونو مخه ونیوله، بلکې په تبلیغاتي ډګر کې یې هم هغوی ته د تزریق شوېو باطلو  مفکورو د خپراوي لمن ور ټوله کړه.

هو! ملت مو په خپلو لپه شویو لاسونو کې شپه او ورځ د همداسې یوه اغیزمن، ویښ او مستعد مطرح ځواک لپاره دعاوې کولې چې بالاخره یې هماغه تنده ماته او نن یې  له برکته د آرام خوبونه کوي.

وایي د خپلې بریا د معلومولو لپاره د دښمن تبلیغاتي مانورونه باید وکتل شي، نو مالومیږي چې د خپلې مور هیواد سره د خیانت په پار،  له بهرنیو بادارانو څخه اخیستل شوې  ویجاړوونکې پروژې د همدې ځواک د ویښتابه له امله نه شي پلې کولی او دا څرګندوي چې یاد ارګان په خپلو کارونو کې فوق العاده بریالی دی.

که موږ د خپل دغه نظام د عمر زیاتولو او د پټو او ښکاره دښمنانو له دسیسو څخه د تلپاتې خلاصون هیله لرو، باید دغه ځواک مو لا نور هم قوي شي او تر دې حده اختیارات ورکړل شي، چې د هیواد هر خائن ته د محاکمو د سپینو احکامو په رڼا کې، عبرت انګیزې سزاوې ورکړي.

استخبارات د هیواد سترګې او زړه دی، موږ که څومره هم دا دواړه قوي کړو، هومره به   اغیزمن یو.

هوکې! استخبارات وو چې  له صلاح الدین ایوبي رحمه الله څخه یې د القدس فاتح جوړ کړ، دهغه دمخبرینو همت او حوصلې وې چې د ټولې نړۍ صلیبي لښکرې یې په ګونډو کړې.

او همدا استخبارات وو چې سلطان محمود غزنوي ته یې د سومنات لاره وښوده، تر څو تاریخ ته ځان دبت ماتوونکي غازي په نوم ثبت کړې. سلطان محمود به هغه چاته چې هند ته به دمعلوماتو راټولولو په خاطر تلل مشرفین ویل، تر ټولو لوړه تنخوا یې ورته مقرره وه، او تر ټولو عزتمند خلک همدوی وو.

همدارنګه هغه کسان به په بد مرګ وژل کیدل، کومو به چې دښمن ته جاسوسې کوله، یعنې څومره چې داستخباراتو اهمیت ډير دی، هغومره د پردي جاسوس سزا هم سخته ده.

راځئ د خپلو ملي او دفاعي ځواکونو تر شا ودریږو او د یوه سپیڅلي اسلامي نظام د استحکام، د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا په هدف او د خپلو وګړو د ذهني او روحي سکون لپاره یې  په کلکه  ننګه وکړو.

خالقیار احمدزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button