اقتصاد

د هيواد په ۱۳ ولايتونو کې د ۱۴۰ چکډمونو پروژې پيلېږي

د اوبو او انرژي وزارت به ډېر ژر د ۴۲۰ ميليونه افغانيو په ټوليز ارزښت د لسګونو چکډمونو د پروژو چارې پيل کړید اوبو او انرژي د سرپرست وزير الحاج ملا عبداللطيف منصور تر رهبري لاندې د دې وزارت د اوبو معين مجيب الرحمن عمر آخندزاده، رئيسانو  او تخنيکي مسئولينو په ګډون د هيواد په۱۳ هغو ولايتونو کې چې وچکالي ډېر زيانمن کړي و  د چکډمونو د پروژو د چارو د پلي کولو په موخه  د همغږۍ ناسته ترسره شوه.دغه د همغږۍ ناسته چې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري له لوري جوړه شوې وه، ټاکل شوې کمېټې ته دنده و سپارل شوه، چې د نوموړو پروژو د پلي کولو چارې دې ژر تر ژره او په غوره توګه پرمخ يوسي  د يادونې وړ ده، چې په لومړي پړاو کې په هيواد کې د اوبو د مديريت د بحران، د موسمي سيلابونو د مديريت او کنټرول، د اوبو سرچينو د پياوړتيا او د سيلابونو او وچکاليو د زيانونو د کموالي لپاره د هېواد په ۱۳ ولايتونو کې د ۱۴۰ چکډمونو د پروژو پلي کول د اوبو او انرژي وزارت ته سپارل شوي او د دغو پروژو لګښت په فوق العاده توګه د افغانستان د اسلامي امارت له لوري منظور شوي دي.همدارنګه د يادونې وړ ده، چې د دغو پروژو په پلي کولو سره به له وچکالي سره د مبارزې، د اوبيزو سرچينو د مديريت او پياوړتيا په برخه کې يو مثبت او اغېزمن ګام واخيستل شي چې هېوادوال به مو د هېواد په اکثرو برخو کې ورڅخه برخمن شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button